تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام ۲۰۱۹: د بکنګم پېلس مخې ته پرانیستونکي مراسم
د پنجشنبې پر ورځ د ۲۰۱۹ کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلنډ کې پیل شوې. خو له دې یوه ورځ مخکې پرون چهارشنبه د دغو سیالیو پرانیست غونډه د لندن بکنګم ماڼۍ مخې ته تر سره شوه.
پرانیست غونډې ته د اوپننګ پارټي یا پرانیستنې مېلمستیا نوم ورکړل شوی و، چې نژدې ۴۰۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و او د ګډونوالو نومونه د پچې اچوونې له لارې ټاکل شوي وو.
د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ګټونکې لوبډلې لوبډلمشر مایکل کلارک مراسمو ته له جام سره راغی. په مراسمو کې د ګډونوالو لسو هېوادونو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو، مشهورو شخصیتونو او هنرمندان برخه اخیستې وه.
په مراسمو کې د یوې دقیقې یوه کرېکټ سیالي هم شامله وه، چې کوربه انګلنډ وګټله او افغانستان پکې دریم ځای وموند. د انګلستان له لوري پخواني کرېکټ لوبغاړي کېون پېټرسن د خپل هېواد استازیتوب وکړ او د افغانستان له لوري میرویس اشرف له سندرغاړې اریانا سعید سره د خپل هېواد استازیتوب کاوه. جیا احسان د بنګله دېش استازیتوب کاوه.
نوبل جایزه ګټونکې فعالې ملالې یوسفزۍ له کرېکټ لوبغاړي اظهرعلي سره د پاکستان استازیتوب کاوه.
د هند له لوري پخواني لوبغاړي او روزونکي انیل کمبلې له هنرمن فرحان اختر سره په شریکه سیالي کې برخه درلوده.
د دوشنبې پر ورځ د سیالیو ګډونوال لوبډلمشران د برتانیا له ملکې سره د لیدو لپاره بکنګهم ماڼۍ ته ورغلي وو.
د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړيوال جام؛ د لوبو اټکل وکړئ. د اټکل کولو لپاره دلته کلیک کولای شئ.