مانچسټر سیټي د انګلستان د فوټبال غوره لیګ وګاټه

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مانچسټر سیټي له ۳۸ لوبو وروسته ۹۸ پاینټونه واخیستل

د مانچسټر سیټي لوبډلې نن یکشنبه برایټن لوبډلې ته په څلور/یو ماتې ورکولو سره د انګلستان د فوټبال غوره لیګ وګاټه. دا د انګلستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې لومړی ځل دی چې یوه لوبډله دوه پرله پسې کاله دا اتلولۍ ګټي.

د سږ لوبیز کال سیالي تر ډېره د مانچسټر سیټي او لېورپول لوبډلو ترمنځ وه، چې د لوبیر کال تر وروستۍ ورځې یې دوام وکړ.

په پای کې مانچسټر سیټي له ۳۸ لوبو وروسته په ۹۸ پاینټونو سره اتله شوه، او لېورپول په ۹۷ پاینټونو سره دویم ځای واخیست.

د چېلسي لوبډلې ۷۲ پاینټونو سره درېیم او ټاټنهم هاټسپر لوبډلې ۷۱ پاینټونو سره څلور ځای خپل کړ. پنځم ځای د ارسنال لوبډلې په برخه شو.

فوټپال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لېورپول یوازې د یو پاینټ په توپیر دویم ځای ترلاسه کړ

خو د انګلستان یوې بلې پیاوړې لوبډلې مانچسټر یونائټډ لپاره سږ کال یو ځل بیا له ناهیلیو ډک و. یاده لوبډله سږ کال له یوازې ۶۶ پاینټونو سره په شپږم ځای کې پاتې شوه، او د یکشنبې پر ورځ یې هم په کور کې کارډېف لوبډلې ته لوبه وبایلله .

دا د مانچسټر سیټي لوبډلې د روزونکي پېپ ګارډیولا درېیم کال دی چې په انګلستان کې د فوټبال روزنه کوي، او په تېرو دوه کلونو کې یې اتلولي هم ګټلې.

نوموړی په تېره یوه لسیزه کې د اروپا په فوټبال کې تر ټولو بریالی روزونکی بلل کېږي.

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مانچسټر یونائټډ لپاره سږ کال یو ځل بیا له ناهیلیو ډک و

کارډېف، فولهم او هډرزفیلډ هغه درې لوبډلې وې چې سږ کال د جدول په پای کې راغلې او راتلونکی کال به د غوره لیګ په سیالیو کې ګډون نه کوي.

خو په ټوله کې سږ لوبیز کال د انګلستان د فوټبال لپاره په دې هم ښه بلل کېږي چې د اروپا په کچه ښې وځلېدې.

د اروپا د چمپینز لیګ یا د اتلانو لیګ پایلوبه د انګلستان د لېورپول او ټاټنهم هاټسپرز ترمنځ ترسره کېږي. همدا راز د اروپا لیګ پایلوبې ته هم د انګلستان چېلسي او ارسنال لوبډلې رسېدلې دي.