ایرانۍ لوبغالي کې د فوټبال لوبه کتلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران 'ایسنا' رسمي خبري اژانس وايي، ایراني چارواکو سلګونو ښځو ته په تهران کې د اسیا فوټبال پایلوبو لیدو ته د تماشاچیانو ځای کې د کېناستو اجازه ورکړې ده.
۳۵ کاله کېږي چې ایران کې ښځې د فوټبال سیالۍ له نژدې نه شوای کتلی.
تهران کې د ازادۍ لوبغاړي کې دا سیالۍ د ایران پرسپولیس او د جاپانۍ کاشیما انټلرز لوبډلو ترمنځ وشوې، چې په دوو ګولونو جاپانۍ لوبډله پر کوربه هغې بریالۍ شوه.
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له ایراني چارواکو سره سیالیو کې د ښځو د ګډون د بندیز لرې کولو په اړه خبرې پیل کړې وې.
تېره میاشت شاوخوا ۱۰۰ ښځو ته د ایران او بولیویا ترمنځ د دوستانه لوبو کتلو ته اجازه ورکړل شوه، خو ژر بېرته پر ښځو بندیز ولګول شو.
د روان کال په مارچ میاشت کې ۳۵ ښځې په دې تور ونیول شوې، چې ګني د ایران پرسپولیس او استقلال لوبډلو ترمنځ سیالیو کتلو ته یې د ورتګ هڅه کړې وه.
د فیفا مشر جیاني انفانټینو په تازه سیالیو کې د ایران د سپورت له وزیر مسعود سلطاني پور سره یوځای ولاړ و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۷۹ کال ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې ښځو ته د سړیو لوبو د نژدې کتلو بندیز و او له ۱۹۸۱ کال راهیسې ښځو د فوټبال سیالۍ له نژدې نه شوای کتلی.
په ۲۰۱۳ کال د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له تهرانه د هغه قانون د لغوه کولو غوښتنه کړې وه، چې پربنسټ يې پر ښځينه تماشاچیانو د نارینه وو د فوټبال سیالیو تماشا بندیز لګولی و
ایران یو له هغو په ګوتو شمار هېوادونو دی، چې پر ښځو يې د فوټبال سیالیو کې د ګډون کولو بندیز لګولی دی.
خو په تېر کې يې د ځينو لوبو پرمهال د ښځينه مینه والو د تماشا اجازه ورکړې وه.
قطر، چې تېر کال خپلې لومړنۍ ښځينه لوبغاړې ته په ځغاستې اولمپیک سیالیو کې د ګډون کولو اجازه ورکړې وه، ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال نړیوال کپ کوربه توب پرمهال به ښځينه لوبغاړو ته اجازه ورکړي او په دغو سیالیو کې د نورو هېوادونو ښځينه لوبغاړو د ورتګ هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۰۶ کال، د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.
بیا یو کال وروسته، ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي هغه نجونې وښودې، چې د هلکانو کالي يې اغوستي وو او تهران کې د فوټبال سیالیو ته راوتلې وې.

د عکس سرچینه، FREE GHONCHEH GHAVAMI





















