تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان یاسین احمد قادري؛ د بدن د ښکلا اتل شو
د بدن د ښکلا افغان لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د چین 'ګلوبل کلاسیک' د بدن د ښکلا سیالۍ کې د سرو زرو نړیوال مډال او لومړی مقام ګټلی دی.
د بدن د ښکلا ۲۰۱۸ کال دا سیالي د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۴مه/ نومبر ۲۵مه) د چین ماکاو ښار کې پای ته ورسېده چې د ګڼو هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی و.
۳۶ کلن قادري د ۹۰ کیلوګرامه وزن سیالي وګټله او د 'Mr Muscle' او د ټولو اتلانو د اتل لقب یې ګتلی دی.
د ګلوبل کلاسیک دغې نهمې سیالۍ ته د نړۍ له ۶۰ هېوادونو په ۳۹ کتګوریو کې شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړي راغونډ شوي وو.
د بدن ښکلا په افغانستان کې د سپورت برخه کې مشهور ورزش دی چې ان د طالبانو د تحریک د واکمنۍ پرمهال هم اجازه ورکړل شوې وه، خو لوبغاړو ه پتلون اغوست.
یاسین قادري په ۲۰۱۷ کال کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړي وو.
نوموړي وړاندې هم د اسیا په کچه د بدن د ښکلا سیالیو کې لومړی مقام ګټلی و.
د بدني روزنې مسؤلین وايي د بدن ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوی سره ثبت دي.