تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د بدن ښکلا په برخې کې د اسیا لومړنی د سرو زرو مډال وګاټه
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د بدن ښکلا افغان لوبغاړي یاسین سالک د بدن ښکلا په برخه کې د اسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.
دا د بدن ښکلا په برخه کې د افغانستان لومړنی د سرو زرو مډال دی چې د دغه سپورت په تاریخ کې ثبتیږي. بل افغان لوبغاړي شکرالله هلمندي هم ښه ځلېدلی او د سپینو زرو مډال یې ګټلی.
دغه سیالۍ په سویلي کوریا کې روانې دي چې له افغانستان څخه شپاړس تنو لوبغاړو ګډون پکې کړی دی.
د افغانستان د بدني روزنې ادارې مرستیال میرویس بهاوي بي بي سي ته وویل دغو لوبغاړو تر اسیايي سیالیو وړاندې په کور دننه ملي سیالۍ هم درلودې او ښه تیاری یې ورته نیولی و.
د ښاغلي بهاوي په وینا که د نورو ورزشي رشتو لوبغاړي هم په ریښتینې توګه زیار وباسي نو کولای شي چې ښې لاس ته راوړنې ولري او دوی تیار دي چې مالي او معنوي ملاتړ یې وکړي.
څه باندې یوه اونۍ وړاندې په کابل کې د افغانستان د ۲۷ ولایتونو د بدن ښکلا لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې په هغې ډلې کې هم یاسین سالک او شکرالله هلمندي پایلوبې ته سره رسېدلي وو. چې په پای کې یاسین سالک وتوانېد د افغانستان د ماسټر سپورټس لقب ترلاسه کړ.
هغه لوبې څلور ورځې روانې وې او تر ۳۲۰ ډېرو لوبغاړو ګډون پکې کړی وو.
د بدني روزنې مسؤلین وايي د بدن ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوی سره ثبت دي.