تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ياسين سالک قادري: د بدني ښکلا نړیواله اتلولي مې د افغانستان په نامه ثبت کړه
افغان باډي بېلډر احمد یاسین سالک قادري په منګولیا کې د باډي بېلډینګ نړیوال جام سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړل.
ښاغلى قادري د خپل دغه بري په تړاو وايي "دا ستره بريا مې چې د افغان سپورټ په تاريخ کې بې سارې ده له سختو زيارونو وروسته د افغانستان په نامه ثبت کړه.".
۳۵ کلن یاسین قادري چې له څه باندې ۱۴ کلونو راهیسې د بدن د ښکلا برخه کې فعالیت لري، پر خپل فېسبوکپاڼې ليکلي، د بري تر لاسه کولو لپاره يې ډېرې سختۍ گاللي نوموړى زياتوي له سخت تمرين، خوراکي رژيم او خولې تويونې وروسته په دې وتوانېد چې د نړۍ له لر او بره ورغلو خپل ٦٠٠ سيالان مات کړي او د نړۍ د بدني ښکلا اتل وپېژندل شي.
د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نیرو بي بي سي ته تایید کړه، چې ښاغلی قادري ددغو سیالیو اتل شوی دی.
د افغانستان اولمپیک کمېټه وايي، یوازې کابل ښار کې د بدن ښکلا تر سلو ډېر کلپونه یا لوبځي شته او ولایتونو کې هم تر کرېکټ او فوټبال وروسته درېیم مقام کې ډېر مینه وال لري.
ښاغلی سالک د ۲۰۱۷ کال غوره اندام لرونکی لوبغاړی هم ګڼل شوی.
په دې یوه اونیزه سیالۍ کې د نړۍ له ۴۰ هېوادونو تر ۴۰۰ ډېر باډي بېلډران راغونډ شوي.
د کوربه هېواد منګولیا ۶۴ ښځینه او نارینه لوبغاړو هم ګډون پکې درلود.
په تېره اګسټ میاشت کې هم ښاغلی سالک د بدن ښکلا په برخه کې د اسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړی و.
څه باندې یوه اونۍ وړاندې په کابل کې د افغانستان د ۲۷ ولایتونو د بدن ښکلا لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې په هغې ډلې کې هم یاسین سالک او شکرالله هلمندي پایلوبې ته سره رسېدلي وو. چې په پای کې یاسین سالک وتوانېد د افغانستان د ماسټر سپورټس لقب ترلاسه کړ.
هغه لوبې څلور ورځې روانې وې او تر ۳۲۰ ډېرو لوبغاړو ګډون پکې کړی وو.
د بدني روزنې مسؤلین وايي د بدن ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوی سره ثبت دي.