تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهزاد محمدي د کرېکټ په لس اوره لوبو کې؛ په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وتلي ویکټساتي شهزاد محمدي په لس اوره لوبه کې نوی ریکارډ جوړ کړ.
شهزاد محمدي په دې اتلولۍ کې د راجپوت لوبډلې په ګټه لوبېږي.
د لس اوره لوبو دویمه اتلولي متحده عربي اماراتو کې پیل شوې او د چارشنبې په ورځ د سیندیز او راجپوت لوبډلې سیالي وه.
سیندیز د پچې ګټلو سره لوبه پیل کړه او لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو سوځېدو سره راجپوت ته ۹۴ منډې هدف وټاکه.
راجپوت خپل پرانیستونکي لوبغاړي شهزاد محمد او مک ډونل ډګر ته وايستل.
شهزاد محمدي لوبه په څلوریزو او شپږیزو سره پیل کړه.
- شهزاد په دغه لوبه کې په ۱۶ توپونو سره ۷۴ منډې جوړې کړې.
- شهزاد په ۱۲ توپونو سره چټکه پنځوسیزه وکړه.
- شهزاد اته شپږیزې او شپږ څلوریزې وکړې.
- دوه سینګل منډې یې جوړې کړې.
- یو بال یې هم ضایع نه کړ.
په پرونۍ لوبه کې مک کالم هم په اتو توپونو سره ۲۱ منډې جوړې کړې.
دواړو لوبغاړو په څلورو اورونو یا ۲۴ توپونو سره په ۱۷ دقیقو کې راجپوت لوبډلې ته د ټولو ویکټو ساتلو سره لوبه وګټله.
شهزاد دوی سره ۳۶ بالونه پاتې شول او که یې مقابلې لوبډلې لوی هدف اېښی وی، ممکن شهزاد سلیزه کړې وی.
بیا به داسې لوبه ونه شي؟
د شهزاد محمدي چټکه پنځوسیزه، په ټي ټېن کې ډېرې شپږیزې او ډېرې منډې درې هغه ځانګړنې او ریکارډونه دي چې وتلي لوبغاړي یې حیران کړل.
د نېشنل وېبپاڼې د سیندیز لوبډلې د مشر ټام موډي له خولې وايي، د شهزاد پرونۍ لوبې وښوده چې لس اوره لوبو کې سلیزه هم جوړېدلی شي.
موډي وايي، فکر یې نه کاوه چې دغسې لنډ تنګ چوکاټ کې یو لوبغاړی درې ځانګړنې شونې کړي، خو د شهزاد ښې لوبې یې دا نظر بدل کړ:
"که تېره ورځ دې دا پوښتنه رانه کړې وی، ما به ویل نه داسې چانس نشته. داسې څه اول ځل دې لوبو کې وینم."
نوموړی وايي، فکر نه کوي راتلونکو دوو اونیو کې بیا داسې ښه لوبه وشي.
لس اوره لوبې
د سوېلي افریقا پخوانی توپ وهونکی او د راجپوت لوبډلمشر هرچل ګېب وايي، د شهزاد لوبې حیران کړی:
"ډېر وخت کېږي داسې لوبه مې نه ده لیدلې."
دا لس اوره اتلولي د نومبر په ۲۱ پیل شوې او تر ډیسمبر دویمې به روانه وي.
په دې اتلولۍ کې د پښتونخوا د پښتون لوبډلې په ګډون اته لوبډلې برخه لري.
په دې لوبو کې نږدې پنځلس افغان لوبغاړي له مختلفو لوبډلو سره لوبېږي.