تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان کرېکټ بورډ کې بدلون
د افغانستان کرېکټ بورډ په اداره کې یولړ بدلونونه راغلي، چې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی د نوروز منګل پرځای ټاکل شوی او اسدالله خان او پاچا حسین د یادې کمېټې د غړو په توګه غوره شوي.
د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له دې بدلونونو هدف په کار د پوه کسانو ګومارل دي.
په بدلونونو کې الله داد نوري د ډیسپلین کمېټې د مشر او عبدالولي امین او احمد شاه سلیمانخېل د دغې کمېټ د غړو په توګه ګومارل شوي.
شېراغا همکار بیا د ملي لوبډلې له مدیریته لیرې کړل شوی دی.
ښاغلي فضلي دا هم ویلي، چې د کرېکټ ډایرکټر پوست له منځه تللی. مخکې ددې پوست مشر بشیر ستانکزی و.
دا بدلونونه داسې مهال راغلي، چې کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو ته چمتووالی نیسي.
د وږي پر ۲۸مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د افغانستان کرېکټ بورډ ته نوی مشر عزیزالله فضلي وګوماره.