تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: پاکستان له اسټرالیا سره لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۲ منډې وکړې
ابو ظبۍ کې د اسټرالیا خلاف د کرېکټ دویمې ټېسټ لوبې په لومړیو کې د پاکستانۍ لوبډلۍ ۲۸۲ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره فخر الزمان او سرفراز احمد هر یوه ۹۴ منډې وکړې. د اسټرالیا لپاره لیون ۴ وېکټې واخیستې. اوس اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ لوبه کوي.
پاکستان د لوبې پچه وګټله او د لوبې ډګر ته ووت، خو د ۵۷ منډو جوړولو سره یې پنځه ویکټې له لاسه ور کړې.
د اسټرالیا لوبغاړي نتن لاین پنځو اورونو کې څلور منډې ور کړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول، ځکه یې خپل هېواد پیاوړي دریځ ته ورساوه.
د لوبې پیل محمد حفیظ او اظهرعلي وکړ، خو لومړنی لوبغاړی محمد حفیظ و چې څلورو منډو جوړولو سره وسوځېد.
اظهر علي هم د ۱۵ منډو جوړولوسره وسوځېد، په ځای یې حارث سهیل ډګر ته ووت، خو ډېر ونه درېد.
لاین په بل اور کې اسد مشفق په صفر منډو وسوځاوه او بابر اعظم یې هم له منډې جوړولو پرته په بل اور کې له ډګر ووېست.
خو د فخر الزمان او سر فراز احمد په ملګرتیا د پاکستان لوبډله وتوانېده چې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۲ منډې وکړي.
د پاکستان او اسټرالیا دې ټېسټ لړۍ کې دوه لوبې کېږي چې اوله یې سره مساوي کړې.