اسیا جام: هند پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه

د اسیا جام کرېکټ لوبو پنځمه سیالۍ کې هند پاکستان ته په لوی توپير ماتې ورکړه. هند دغه سیالي په اتو وېکټو وګټله. پاکستان لوبډلې هند ته د ۱۶۳ منډو هدف ټاکلی و، چې هندۍ لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹ اوور کې ټاکلی هدف تر لاسه کړ.

د هند لوبډلمشر روهیت شرما د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په ګډون ۵۲ منډې وکړې او شېکهر دهون ۴۶ منډې وکړې.

د لوبې پچه پاکستاني کپتان سرفراز احمد وګټله او لومړی یې د توپ وهنې یا بېټینګ پرېکړه وکړه.، خو له لومړي سره پاکستاني لوبغاړي و نه توانېدل تر ډېره د لوبې ډګر کې پاتې شي او د ۱۶۲ منډو له جوړولو وروسته ټول پاکستاني لوبغاړي وسوځېدل.

د پاکستان له لوري بابر اعظم ۴۷ او شعیب ملک ۴۳ منډې وکړې.

پاکستانی لوبغاړی فخر الزمان، چې مینه والو یې ورته ډېره تمه درلوده لومړی ځل له هېڅ یوې منډې پرته له میدانه بهر شو.

د لوبې بهیر کې د هند یو لوبغاړی هردک پانډیا وپرځېد او وروسته هند کرېکټ بورډ چارواکو وویل، چې ملا یې سخته ټپي شوې ده او طبي ماهرین یې درملنه کوي.

پاکستان او هند د لوبو دغه لړۍ کې دوه مخکینۍ لوبې ګټلې دي.