تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمد نبي د ۲۰ اوره او یو ورځنیو لوبو دویم الراونډر لوبغاړی شو
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" په نوې ډلبندۍ کې افغان لوبغاړی محمد نبي د شل اوریزو(T20) او یو ورځنیو لوبو (ODI) دویم الرونډر لوبغاړی اعلان کړی دی.
د ۲۰ اوره لوبو په شل کسیز نوملړ کې د استرالیا کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلین مکسویل د ۳۶۶ امتیازونو په لرلو سره لومړی ځای نیولی دی.
محمد نبي د ۳۲۱ امتیازونو په لرلو سره دویم او بنګله دېشی شکیب الحسن د ۲۷۹ امتیازونو په لرلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.
یو ورځنۍ لوبې
محمد نبي همدارنګه د کرېکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو په نوملړ کې هم د ۳۲۳ امتیازونو په لرلو سره دویم ځای خپل کړی دی.
د دغه نوملړ د سر ځای د ۳۶۲ امیتازونو په لرلو سره د بنګله دېشي شکېب الحسن دی.
د یو ورځینو لوبو د الرونډرانو په نوملړ کې بیا درېیم ځای ۳۲۲ امتیازونو په لرلو سره پاکستاني محمد حفیظ خپل کړی دی.
محمد حفیظ تر دې وړاندې په دغه نوملړ کې دویم ځای درلود.
په نوې ډلبندۍ کې راشد ارمان پر خپل ځای پاتې دی
افغان سپین توپ اچوونکی راشد ارمان د کرېکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د توپ اچونې په نوملړ کې د ۸۱۳ امتیازونو په لرلو خپل پخوانی ځای ساتلی او لومړی مقام یې ګټلی دی.
په دغه نوملړ کې پاکستاني شاداب خان ۷۲۳ امیتازونو په لرلو سره دویم او نیوزیلنډي ایش سودي د ۷۰۰ امتیازونو په لرلو درېیم ځای خپل کړی دی.
د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په ډلبندۍ راشد خان ارمان د ۷۶۳ امیتازونو په لرلو سره دویم ځای خپل کړی دی.
هندوستاني جسپریت بومرا د ۷۷۵ امتیازونو په لرلو سره د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو د نوملړ د سر ځای خپل کړی دی.
د یو ورځینو لوبو د توپ اچوونکو په ډلبندۍ کې بیا درېیم ځای د ۷۴۲ امیتازونو په لرلو پاکستاني حسن علي خپل کړی دی.