تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد خان به۱۰۰ ویکټو ته د رسېدو ریکارډ جوړ کړي؟
افغان ورو بالر راشد خان یوازې یوې ویکټې ته اړتیا لري چې نړیوال ریکارډ جوړ کړي. د دغې ویکټې اخیستو سره به دی تر ټولو لږو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو اخیستونکی بالر شي.
اوسمهال دغه ریکارد د اسټرالیا چټک توپ اچوونکي میچل سټارک سره دی چې په ۵۲ لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې اخیستې.
راشد خان اوسمهال په ۴۳ لوبو کې ۹۹ ویکټې اخیستې، که دی د روانو لوبو په پایلوبه کې د ویسټ اینډیز خلاف لوبه کې یوه ویکټه هم واخلي، نو دا ریکارډ به پخپل نوم کړي.
راشد خان اوسمهال د کریکټ د نړیوالې شورا د توپ اچوونکو په جدول کې هم په یو ورځنیو لوبو او هم په شل اوریزه لوبو کې د لست په سر کې تر ټولو غوره بالر دی.
ده په ۲۶مه لوبه کې ۵۰ ویکټې پوره کړل، خو راتلونکې ۴۹ ویکتې یې یې یوازې ۱۷ لوبو کې اخیستې.
دی همدارنګه د نړۍ تر ټولو ځوان لوبغاړی و چې د یوه ملي ټیم لوبډلمشر شو.
د ده د بالینګ اوسط په هغو توپ اچوونکو کې چې ۱۰۰۰ توپونه یې اچولي تر ټولو غوره دی.
راشد خان ۴۰ ویکټې د زېمبابوې پر خلاف او ۳۳ ویکتې د ایرلنډ پر خلاف اخیستې دي.
خو د یوې ورځنۍ لوبو تر ټولو ښه لوبه یې د ویسټ اینډیز پر خلاف وه چې د ۱۸ منډو په بدل کې یې د دغې لوبډلې ۷ لوبغاړي وسوځول.
افغانستان نن له ایرلنډ څخه لوبه وګټله او د کریکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو ته یې لار وموندله. راشد خان په دې لوبه کې د ۴۰ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول او د افغانستان د نړیوال جام ته تګ خوب یې رښتیا کړ.
دا یوه لویه بریا وه چې افغانستان نه یوازې نړیوال جام بلکې د اوسنۍ لوبو پایلوبې ته تلو ته هم ورته اړتیا درلوده.