هند مزار شریف کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړوي

د افغانستان په مزار شریف ښار کې د هند په مرسته د کرېکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي. پر دغه کار یو میلیون ډالر لګښت راځي. کرېکټ بورډ وايي، هند په کندهار کې د لوبغاړو د اسانتیاوو لپاره هم مالي مرسته کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ او په کابل کې د هند سفارت یو تړون لاسلیک کړی چې پربنسټ به یې هندوستان په مراز شریف کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کرېکټ یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

کرېکټ بورډ وايي، هند په کندهار کې د کرېکټ لوبغاړو د اسانتیاوو لپاره هم د مالي مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل:

"د تړون لاسلیکولو پرمهال د هند سفیر وویل، حکومت یې له افغان کرېکټ بورډ سره مزار شریف کې د یوه معیاري لوبغالي جوړولو کې یو میلیون ډالر مرسته کوي. همداراز ۳۶۰ زره ډالر به کندهار کې د لوبغاړو د اسانتیاوو برابرولو لپاره ورکړل شي".

ښاغلی هوتک وايي، هند په لوګر کې د کرېکټ بورډ لوبغالي له جوړېدو سره هم د څلور سوه زره امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

هند له څو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او راکړه ورکړه پیل کړې ده.

تېر کال، د بیګ باش سیالیو څو برخه والو لوبډلو د راشد ارمان د رانیولو خبره کړې چې په ډله کې یې د اډيلایډ سټرایکرز لوبډله هم شته.

د نیوز کارپس د راپور له مخې، راشد ارمان د ډېویډ وارنر له لوري بیګ باش سیالیو ته معرفي شوی او وار دمخه یې اډيلایډ سټرایکرز لوبډلې رانیولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

په (ای ‌پي ‌ایل) سیالیو کې د راشد ارمان یو بل همډلی او په بیګ باش سیالیو کې د سیډني سیکسر لوبډلې مشر مایس هنریک هم هیله مندي ښودلې چې راشد ارمان خپلې لوبډلې ته جذب کړي.