د اصغر سلیزې او د راشد وېکټو امارات وځپل

دا د لویو وچو په روانو سیالیو کې د اصغر څلورمه سلیزه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا د لویو وچو په روانو سیالیو کې د اصغر څلورمه سلیزه وه.

د څلور ورځنۍ کرېکټ سیالۍ پر دویمه ورځ افغان لوبډلمشر سلیزه بشپړه کړه او راشد ارمان د متحدو عرب اماراتو درې لوبغاړي وسوځول.

د لویو وچو ترمنځ د څلور ورځنیو سیالیو دویمه ورځ په دې هیله پیل شوه چې افغان منډه جوړونکي به چټکه لوبه کوي او ژر به اماراتو ته د منډو فرصت په لاس ورځي.

خو افغان لوبغاړو ورو ګامونه اخیستل. ناصر جمال ژر وسوځېد، نبي د تېزو منډو په هیله بې صبري وکړه او کپتان اصغر ستانکزي خپله سلیزه په چټکۍ بشپړه کړه.

دا د لویو وچو په روانو سیالیو کې د اصغر څلورمه سلیزه وه. ده د پاپوا نیوګیني، ایرلنډ او هانګ کانګ پر وړاندې هم سلیزې کړې وې.

د اصغر له سوځېدو وروسته راشد ارمان په ۴۲ توپونو چټکې ۴۰ منډې وکړې او ویکټ ساتونکي افسر ځاځی ناسوځېدلې پنځوسیزه درلوده چې اصغر اماراتو ته د منډو بلنه ورکړه.

د نهو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ۵۱۰ منډې وکړې.

د اماراتو پيل ښه نه و. د ۲۵ منډو په ترلاسه کولو یې د پيل دواړه لوبغاړي د افغانستان د چټکو بالرانو یامین احمدزي او دولت ځدراڼ له خوا وسوځېدل.

نور نو تر پایه د افغانستان سپېن بالرانو بالېنګ وکړ. راشد خان درې لوبغاړي وسوځول او له ظاهر خان سره بخت یاري و نه کړه که نه یو دوه اپیله یې ډېر زورور وکړل.

د دویمې ورځې په پای کې د اماراتو نیمايي لوبډله سوځېدلې وه او یوازې ۱۰۰ منډې یې لرلې. دا پېچ اوس منډو ته اسانه نه دی.

د اماراتو لوبغاړي د راشد او ظاهر په توپونو نه پوهېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اماراتو لوبغاړي د راشد او ظاهر په توپونو نه پوهېږي.

ځینې توپونه کښېني او د سپېن بالرانو توپونه ډېر چورلېږي. د اماراتو لوبغاړي د راشد او ظاهر په توپونو نه پوهېږي. په همدې دلیل سبا جمعه، د دې لوبې پر دریمه ورځ به افغان بالران هڅه کوي پر اماراتو خپله پوره برلاسي وښيي.