۳۹ کاله وروسته یوه برتانوۍ د وېمبېلډن نیمه پایلوبې ته ورسېده

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جوانا وايي له نهه کلنۍ دا خوب لیده.

د برتانیا د وېمبېلډن لوبغاړې جوانا کونټا د رومانیا سیمونا هیلپ ته ماتې ور کړه.

دا له ۱۹۷۸ کال راهیسې ړومبی ځل دی چې د وېمبېلډن نیمه پایلوبې ته یوه برتانوۍ لوبغاړې رسېږي.

د برتانیا ورجینیا وېډ ۴۰ کاله مخکې او پر ۱۹۷۷ کال د وېمبېلډن پایلوبه کې بریالۍ شوې وه.

جوانا کونټا د ټېنیس نړیواله درجه بندۍ کې شپږم نمبر ده.

نوموړې د سې شنبې په ورځ پاولوبه( کوارټر فاینل) کې سیمونا هېلپ ماته کړه.

دغې برتانوۍ لوبغاړې له دوو ګړیو ډېره سیالۍ کې له بري وروسته بي بي سي ته وویل: " ان چې نهه کلنه وم، تل مې پر خپله وړتیا باور و او تل مې دا لوی خوب لیده".

خو وايي، دغه خوب ته د رسېدلو لپاره یې د سوچ وهلو پر ځای کار کړی دی: "خوب ته مې ډېر وخت نه دی ور کړی، ډېر کار مې کړی دی، بس پر خپل ځان باور لرم".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جوانا کونټا وايي، د خپل خوب ریښتیا کولو لپاره یې د خوب پر ځای کار کړی دی.

د برتانیا د وېمبېلډن پخوانۍ اتله ۷۲ کلنه ورجینیا وېډ د جوانا کونټا د سیالۍ د لیدلو لپاره د وېمبېلډن لوبغاړي ته تللې وه.

هغې د جوانا کونټا له بري وروسته وویل: "موږ جوانا کونټا ته ډېر خوشال یو. ماته پته ده چې د سیالۍ پر مهال څومره فشار وي".

اوس به د وېمبېلډن پایلوبه کې جوانا کونټا د امریکا له وینس ویلیمز سره د پنجشنبې په ورځ لوبېږي.

جوانا کونټا له وینس ویلیمز سره په تېرو پنځو سیالیو کې هم له هغې درې ګټلې دي.

خو بیا هم وايي، چې وینس ویلیمز یوه نامي اتله ده او له هغې سره پر لوبېدلو ویاړي.