تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اېم سي سي مشر: د افغانستان کرېکټ لوبه به زما د نسل د سپورټ تر ټولو ستره کیسه وي
د اېم سي سي (مارلیبورن کرېکټ کلب) مشر ماتیو فلېمنګ له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې لاسته راوړنې حیرانوونکې وبللې او وايي، چې لارډز لوبغالي کې په نړیواله کچه د افغانستان کرېکټ لوبه "افسانوي کیسو په شان ښکاري ".
د افغانستان کرېکټ لوبغاړي لندن ته رسېدلي او د جولای ۱۱مه افغان به لارډز لوبغالي کې اېم سي سي سره ولوبېږي. دا نېټه د کرېکټ او په ځانګړي ډول افغان کرېکټ لوبغاړو ته یوه تاریخي ورځ ده.
د اېم سي سي مشر وايي، چې دغه سیالي باید دوی وګټي، خو په خندا یې زیاته کړه چې "په لوی توپير نه".
ښاغلي فلېمنګ د افغانستان د کرېکټ لومړنیو ورځو او اوس په نړیواله کچه لوبې ته په اشارې وویل:" دا به زما د نسل د سپورټ تر ټولو ستره کیسه وي، او هیله لرم خلک هم په همدې سترګه ورته وګوري".
ماتیو فلېمنګ یو له هغو کسانو و چې افغانستان ته یې سفر وکړ او هلته یې د کرېکټ په لومړنیو ورځو کې د دغې لوبې له ودې سره مرسته وکړه.
دی وايي:"د جلال اباد یوه ښوونځي کې مې ماشومانو ته وویل، ان شاالله تاسې به یوه ورځ راشئ او لارډز کې به د کرېکټ لوبه وکړئ".
" باور مې نه کاوه" خو د ښاغلي فلېمنګ په وینا"ان شاالله کار وکړ".
اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.
اېم سي سي افغانستان سره لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل له سفره وړاندې لوبغاړو ته وویل "موږ د نړۍ د غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې یوه خورا مهمه سیالي لرو".
نوموړي په لارډز لوبغالي کې چې د کرېکټ کور هم بلل کېږي، لوبه له تاریخي پلوه ارزښتمنه وبلله او زیاته یې کړه چې دغه لوبه "نه یوازې د لوبډلې او کرېکټ بورډ بلکې د ټول ولس لپاره د ویاړ ځای دی".