کرېکټ: د ۱۹۹۲ نړیوال جام او ۲۰۱۷ اتلانو جام پاکستانۍ لوبډلې

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۹۹۲کال کې، مرستیال لوبډلمشر جاوید میانداد د پاکستاني توپوهنه یا بټنګ برخه کې خورا مهم رول درلود او ۲۵ کاله وروسته لوبډلمشر سرفراز احمد د میانداد په څېر د لوبډلې لپاره د بټنګ برخه کې یو ملاتړ ثابت شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال جام سیالیو کې وسیم اکرم نه یوازې د توپ اچوونه برخه کې خورا مهم رول لوبولی و، بلکې د بېټینګ برخه کې یې هم د خپلې لوبډلې بریا کې ونډه مهمه وه، په ورته توګه اوس محمد عامر نه یوازې دا چې اعلی بالنګ کوي، بلکې له سریلانکا سره یوه خورا مهمه لوبه کې یې د بیټینګ برخه کې هم مهم رول درلود او نیمه پایلوبې ته د لوبډلې رسولو کې همکار و.

د عکس سرچینه، Getty Images
عاقب جاوید د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام لوبو کې خورا په زړه پورې بالنګ وکړ. په ځانګړې توګه اسټرالیا سره لوبه کې یې د اوپنر ټام موډي، ډېوډ بون او وېکټ ساتونکي ايين هیلي وېکټې تر لاسه کړل. پایلوبه کې هم عاقب جاوید دوې وېکټې واخیستې.
حسن علي بیا د اتلانو جام سیالیو کې تر ټولو غوره بالر ثابت شو. نوموړي نه یوازې د لوبو منځ کې ملګرتیاوې پای ته ورسولې، بلکې د سیالو لوبغاړو لپاره یې د منډو جوړول هم ستونزمن کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې انضمام الحق په لوبډله کې نوی شامل شوی و. خو نوموړي غوره بټینګ سره نیمه پایلوبې ته د لوبډلې رسولو کې لوی لاس درلود. فخر زمان د پاکستان لوبډلې اوپننګ ستونزه هواره کړه او په چټکۍ یې د منډو جوړولو سره د لوبډلې لپاره د بري لار پرانیستله.

د عکس سرچینه، Getty Images
رمیز راجه د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام سیالیو کې اعلی لوبه وکړه، خو له دې کبله پرې نیوکې هم وشوې، چې ګواکې لوبه کې یې تسلسل نه و. نوموړی هغه مهال ځینو لوبو کې نه و شامل شوی. پر اظهرعلي هم له دې کبله نیوکې شوې، چې پرلپسې عصري لوبه نه کوي، خو نیمه پایلوبه کې د اظهرعلي لوبه د لیدلو وړ وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
۱۹۹۲ کال کې لیګ سپینر مشتاق احمد مهم رول درلود. ۲۰۱۷ کال کې ځوان لوبغاړي شاداب خان د سیالو لوبغاړو د منډو جوړلو مخه ونیوه او پر مخالفو لوبډلو یې فشار ډېر کړ.





