د ای پي ایل لسم پړاو

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان د کریکټ غورهلیګ د لسم پړاو سیالۍ د اپرېل په پنځمه پیلېږي چې دا ځل یې اته لوبډلې برخه والې دي.
د پیل سیالي به یې د سن رایزر او رایل چلینجرز لوبډلو ترمنځ حیدر اباد ته څېرمه په (دکن) نومې سیمه کې وشي.
د رایل چلینجرز لوبډلمشري ویرات کولي کوي، خو په لومړۍ لوبه کې به د اوږې د ټپ له امله ګډون ونه کړي.
د هندوستان د کریکټ غوره لیګ سیالۍ لومړی وار په ۲۰۰۸ کال کې تر سره شوې چې دمګړۍ د نړۍ د کریکټ د مهمو سیاليو له ډلي دي.
د ای پي ایل په پخوانیو پړاوونو کې پاکستانیو لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس و، خو په وروستیو کې د نوي ډهلي او اسلام اباد تر منځ سیاسي ناندريو پرې سیوری غوړولی او په سږني هغه کې یې پاکستاني لوبغاړو ته د لوبېدو چانس نه شته.
د (ای پي ایل) کریکټ سیالیو په سږني پړاو کې د درېوو لوبډلو لوبډلمشري بهرني/ استرالیايي لوبغاړي کوي؛ د استرالیا د پیل توپوهونکی ډیویډ وارنر د حیدر اباد د سن رایزر لوبډلې، ګلین میکسویل د پنجاب لوبډلې او سټیون سمېت د سوپر جاینټس لوبډلې مشري کوي.
د هندوستان د غوره لیګ په سږنیو سیالیو کې تر ټولو په لوړه بیه اخیستل شوی لوبغاړی بریتانوی الراونډر بین سټوک دی.

د عکس سرچینه، AFP
د ویسټ انډیز پیاوړی توپ وهونکی ګریس ګېل ته هم په سږنیو سیالیو کې د ښه لوبېدو هیلې دي. هغه د کریکټ په تاریخ کې لومړنی هغه دی چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د لس زرو منډو جوړولو ته ور نږدې شوی دی.
یوازې ۶۳ منډو ته اړتیا لري چې یاد ریکارډ پر خپل نوم کړي.
تېر ځل یې د هندوستان د غوره لیګ په سیالیو کې تر ټولو ډېرې ۲۵۱ منډې کړې وې.
د (ای پي ایل) په سږنیو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان او محمد نبي عیسی خېل هم اخیستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دواړه لوبغاړي د حیدراباد سن رایزر لوبډلې اخیستي چې راشد خان یې په ۴۰۰ او محمد نبي عیسی خېل یې په ۳۰ لکو هندي کلدارو پېرلي دي.
د (ای پي اېل) سږنۍ سیالۍ به د مۍ تر ۲۱مې دوام وکړي، ټولټال به پکې ۶۰ سیالۍ وشي چې وروستۍ هغه به یې هم په حیدراباد کې وي.
د (ای پي اېل) له امله د هندوستان کورنیو لوبغاړو ته موکه په لاس ورځي چې پخپل کور کې له نړیوالو لوبغاړو سره ولوبېږي. د ای پي ایل لسم پړاو









