تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان 'ایمرجنګ' کپ سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړه
د افغانستان کریکټ الف ملي لوبډله د رادبره کېدونکو یا 'ایمرجنګ ' کپ سیالیو په خپلې لومړۍ لوبې کې مالیزیايي لوبډلې ته په ۱۵۵ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې چې په تاکل شویو پنځوسو اوورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۲۸۵ منډې هدف کېښود.
د افغانستان له لوري احسان الله ښه لوبه وکړه او دوو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ یې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.
منیر احمد ۹۰ او نجیب ځدارڼ ۳۳ منډې وکړې.
خو د مالیزیا لوبډلې ته دا منډې ډېرې زیاتې وې. او ټول لوبغاړي یې د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
ټاکل شوې چې افغان الف لوبډله به خپله راتلونکې سیالۍ له سریلانکا او هند لوبډلو سره وکړي.