تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۵۴ منډو ماته ورکړه
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه. نن د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټېنګ وکړ.
په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۸ منډې وکړې.
محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړې. رحمت شاه هم نیمه سلیزه وکړه او په ۵۳ منډو وسوځېد.
پر دوی دواړو سربېره نجیب ځدران هم ښه وځلېد او ۴۵ منډې یې وکړې.
د هدف په تعقیب کې د زمبابوې ټوله لوبډله ۴۳م اوور کې په ۱۸۴ منډو وسوځېده.
د زمبابوې په توپ وهونکو کې یوازې یوه لوبغاړي سایمن میر نیمه سلیزه وکړه او په ۵۴ منډو وسوځېد.
افغان توپ اچوونکو د تل په شان له پیله لوبه کابو کړې وه. ورو توپ اچوونکي محمد نبي، امیر حمزه او راشد ارمان ښه وځلېدل او په ګډه یې اته لوبغاړي وسوځول.
راشد ارمان او محمد نبي درې، او امیر حمزه او ګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د پنځو لوبو دې لړۍ کې افغانستان له وړاندې یو صفر مخته دی.