د افغان فوټبال ملي لوبډلې سیالۍ به د ایران پرځای تاجکستان کې کېږي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سیالۍ به تر دې وروسته د ایران پر ځای په تاجکستان کې ترسره کوي. تاجکستان هم دا خبره منلې ده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي زیاتره افغان لوبغاړي چې په بهر کې په مېشت په اسانۍ سره کولای شي تاجکستان ته سفر وکړي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، دغه راز د دواړو هېوادونو هوا هم سره ورته ده. نو ځکه یې تاجکستان غوره کړ.

د فوټبال فدراسیون ویاند علي کاظمي بي بي سي ته وویل:

''د افغانستان فوټبال فدراسیون دا ځل تصمیم نیولی چې دا ځل تاجکستان غوره کړي او هغه ګران افغان کډوال چې په تاجکستان کې دي وکولای شي د خپلې ملي لوبډلې لوبې له نژدې وګوري.''

نوموړي زیاته کړه: ''دغه راز د تاجکستان سټديوم چمن مصنوعي دی او د کابل سټډیوم ته ورته دی. نو له همدې کبله مو د دوشنبې سټديوم د افغان لوبډلې د سیالیو لپاره غوره کړ.''

ښاغلی کاظمي وايي: ''بله خبر دا چې تاجکستان د لګښت له پلوه یو څه ارزانه پریوزي، دا چې موږ به په لوبو کې کوربه وو نو هم د خپلې او هم د میلمه لوبډلې ټول لګښت زموږ پر غاړه دی.

تر هرې لوبې مخکې به زموږ ډلې ځي او د بلل شوې او افغان لوبډلې له خوښې سره سم به د لوبو زمینه برابروي''.

ټاکل شوې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د مارچ په اتمه نېټه له ویتنام سره په تاجکستان کې ترسره کړي.