تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۵ زونونو کریکټ لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې
د خوست او ننګرهار د کریکټ لوبغالو کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو لپاره د شلو لوبډلو ترمنځ لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې.
روانې یوه ورځینی سیالۍ د پنځو زونونو(سپین غر، بند امیر، مس عینک، بوست، امو ) د شلو ولایتونو د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ دي.
په دې سیالیو کې۲۰ لوبډلې برخه لري او په څلورو ګروپونو ویشل شوې دي.
یادې سیالۍ له تېرې اونۍ راهیسې خوست شخصي، خوست ملي او ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالو کې روانې دي او هره ورځ دوه لوبډلې سره لوبېږي.
د کرکیټ بورډ یوه چارواکي سید عالم نیسم بي بي سي ته وویل: "دغه سیالۍ تېره اونۍ پیل شوې پای لوبه یې د جنوري په ۲۶ د ننګرهار په غازي امان الله خان کې ترسره کیږي او همداشان هلته ننګرهار کې هم یو ګروپ سیالۍ روانې دي او درې ګروپه خوست کې لګیا دي."
ده وویل، د لوبغاړو لپاره کریکټ بورډ تر خپلې وسې اسنتیاوې برابرې کړې دي او دغولوبو ته هره ورځ یو شمېر مینوال د نندارې لپاره ورځې.
په دغو لوبو کې د نورو ولایتونو ترڅنګ د پکتیکا ولایت د ۱۶ کلنو لوبډلې برخه اخیستې ده.
د یادې لوبډلې لوبغاړی اکبرخان وایي، چې ۴ لوبې یې کړې، درې یې ګټلي او یوه یې بایللي ده.
: "زه خوشال یم، ځکه مونږ له ښو لوبډلو سره لوبې کوو او په معیاري لوبغالو کې سیالۍ کوو، چې په دې سره به زمونږ وړتیاوې لوړې شي".
د هغه په خبره، په دې سیالیو سره د پکتیکا د ۱۶ کلنو لوبډلې لوبغاړي کریکټ ته نور هم هیله من او هڅېږي.