د کریکټ بورډ د تېرو کلونو بودیجوي لګښت پلټل کېږي

افغان کریکټ بورډ وايي په تېرو پنځو کلونو کې ددغه بنسټ د بودیجې لګښت پلټي. د کریکټ بورډ نوي مشر شکرالله عاطف مشعل بي بي سي ته وویل، د درغلۍ شونتیا لیدل کېږي او په وینا یې د یوشمېر خلکو پر وړاندې د درغلۍ سندونه هم شته.

ښاغلي مشعل وویل، ددې پلټنې دنده به یوه خپلواک بهرني پلټونکي بنسټ ته وسپاري او دده په ټکو که څوک پړه وختل عدلي او قضايي بنسټونو ته به یې وروپېژني.

د افغان کریکټ بورډ د تېرو پنځو کلونو د بودیجې د لګښت پلټنه د نوي مشر شکرالله عاطف مشعل له کاري لومړیتوبونو ده او دا لومړی ځل دی، چې ددغې ادارې یو مشر ددغه راز ګام اخیستلو هوډ کوي.

ښاغلی مشعل وايي، داسې څه کول په کریکټ بورډ کې د فساد د مخنیوي لپاره اړین دي.

ښاغلي مشعل وویل، داسې شکایتونه شته چې په دغه بنسټ کې، د فساد ادعا بلل کېدای شي او په وینا یې د یوشمېر کسانو پر ضد خو له پخوا یوشمېر سندونه لاندې باندې کېدل.

د کریکټ بورډ نوی مشر وايي، ددې ارزونو پایلې به له ولس سره هم شریکې کړي.

افغان کریکټ بورډ په تېرو کلونو کې شاوخوا لس میلیونه ډالره کلنۍ بودیجه اعلانوله، خو اوس د کریکټ بورډ سرچینې وايي چې راروان کال ته به دغه بنسټ ۱۷ میلیونه ډالره بودیجه ولري، چې په بېلو برخو کې د کریکټ پر پرمختګ، معاشونو، سفرونو، لوبغالو جوړولو او نورو برخو کې به لګول کېږي.

دا بودیجه د کریکټ د نړیوالې شورا (ای، سي، سي) افغان حکومت او نورو سوداګریزو تمویلوونکو له خوا برابرېږي.

ښايي نوې پلټنه په پرتلیز ډول ولس ته د افغان کریکټ بورډ د لګښتونو پر اړه یو روښانه تصویر وړاندې کړي.