تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ بورډ نوي مشر د لوبغاړو غوراوي لپاره د خپلواکې کمېټې جوړولو ژمنه وکړه
د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی ټاکل شوی مشر شکرالله عاطف مشعل وايي، د لوبغاړو د غوراوي لپاره به خلپواکه کمېټه جوړوي او له لوبغاړو او لوبپوهانو سره د سلا مشورو له لارې به د کرېکټ د پرمختګ لپاره کار کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د ده د ټاکل کېدو په غونډه وکړې.
ښاغلي مشعل ژمنه وکړه چې "د ملي لوبډلې لپاره د غوراوي کمېټه به خپلواکه وي، نوموړی وايي په دغه برخه کې به " د هېچا تر فشار لاندې را نه شم، يوه خپلواکه او مسلکي کمېټه به جوړه کړم".
د کرېکټ له يو شمېر لوبغاړو سره د پخواني مشر نسيم الله دانش ناندرۍ د دې لامل شوې چې نوموړی له دندې ګوښه او پر ځای يې شکرالله عاطف مشعل وټاکل شي.
د نوي مشر د ټاکلو په غونډه کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی او ګڼو نور کسانو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د مالیې وزیر او د کرېکټ بورډ غړي اکلیل حکیمي وویل، د دغې ادارې نوی مشر د وړتیاوو پر بنسټ غوره شوی دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم د کرېکټ بورډ د نوي مشر د پېژندلو غونډې ته وویل چې په بورډ کې اختلافونه نه د دغه بنسټ په ګټه دي او نه هم د افغان ولس.