نوروز منگل: شاپور، نور علي او شفيق بايد تيار کړو

د افغانستان کرېکټ بورډ د ٣٢ هغو لوبغاړو نومونه په ډاگه کړي چې د دوى په گومان په کورنيو لوبو کې ځلېدلي دي.

په دغو لوبغاړو کې د ملي لوبډلې درې هغه ستوري هم شته چې په تېرو کلونو کې يې ښې لوبې کړي دي.

شاپور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او شفيق الله شفق به له ٢٩ نورو لوبغاړو سره په جلال اباد کې پنځه لوبې کوي چې د کرېکټ بورډ د غوراوي د کمېټې د مشر په وينا د دغو لوبغاړو د فېټنيس او بيا چمتو کېدو ته مهمې سيالۍ دي.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې نوروز منگل دا خبره ونه منله چې گواکې دا د شاپور، نور علي او شفيق امتحاني لوبې دي.

پخواني افغان کپتان نوروز منگل وويل دا د دغو لوبغاړو د چمتو والي لپاره ترسره کېدونکې لوبې دي.

ښاغلي منګل زیاته کړه " دغو لوبغاړو په تېرو څو مياشتو کې هېڅ لوبې نه دې کړي، دوى بايد لوبې وکړي او راتلونکو نړيوالو سياليو ته چمتو شي."

د جلال اباد د پنځو لوبو اصلي موخه دا ده چې له دغو لوبغاړو د زمبابوې د سفر لپاره يوه لوبډله جوړه شي.

دغه لوبډله به د کرېکټ بورډ د پرمختيايي لوبډلې په نامه وي او په زمبابوې کې به په لوبو ثابتوي چې د افغانستان په الف لوبډله کې ځاى موندلى شي.

نوروز منگل وايي د الف لوبډلې لپاره يو شمېر لوبغاړي واردمخه شته خو د نورو د ورتگ لپاره غوره لار دا ده چې د زمبابوې په سفر کې ځانونه ثابت کړي.

نوروز منگل وايي هېڅوک ناڅاپي ملي لوبډلې ته نه شو راوستلى. د ده په وينا د ځينو لوبغاړو لوبيز ژوند په دې خراب شوى چې په کورنيو لوبو کې ځلېدلي او واردواره بيا ملي لوبډلې کې موقع ورکړل شوې چې هلته بيا نه دې ځلېدلي.

پخوانى افغان کپتان وايي که لوبغاړي د نړيوالو لوبو له تجربو راتېر شي او بيا په ملي لوبډله کې ځاى شي نو دا به د دوى لوبيز ژوند له ناکامۍ وژغوري.

په روانه اوونۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې تر اعلان وروسته ځينو مينه والو شکايت لاره چې ولې شاپور ځدراڼ بيا په ملي لوبډله کې نه دى ځاى شوى.

د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر نوروز منگل وايي شاپور دا څو مياشتې لوبې نه دې کړي د جلال اباد دغه پنځه سيالۍ به شاپور، نور علي او شفق ته ښه موقع ورکړي چې لوبې وکړي.

نوروز منگل ټينگار لاره چې دا د دغو لوبغاړو ازمېښت نه دى بلکې د دوى لپاره چانس دى چې ځانونه سيايلو ته چمتو کړي.

افغانستان د جنوري له ١٤ مې نېټې په اماراتو کې شل اوريزو سياليو کې برخه اخلي.