سویلي اسیا فوټبال سیالۍ: د هند پر وړاندې د افغان ښځینه لوبډلې درنه ماتې

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې د سویلي اسیا فوټبال سیالیو پیل له درنې ماتې سره وکړ.

افغان لوبډله د افغانستان پر مهال مازدیګر پنځه بجې د شلیګوري ایالت لوبغالې کې له خپلې پیاوړې سیالې لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووته، خو له لوبغالي د ستنېدو پر مهال یې د یوه مقابل کې پر پنځو ګولونو ماتې خوړلې وه.

افغان لوبډله دغو سیالیو ته له لوبغاړو ویدا زمری، صدف نوري، یلدا ارغندیوال، سحر ارغندیوال، شبنم روهین، فرخنده محتاج، شبنم مبارز، مرجان حیدري، مینه احمدي، هیلۍ ارغندیوال او زینت صدیقي سره د لوبې ډګر ته وتلې وه.

هندۍ لوبډلې د افغانستان خلاف د لوبې نیمه برخه کې څلور ګولونه وکړل او یو ګول یې په دویمه برخه کې وکړ.

د افغانستان له لوري د لوبې په ۸۷ دقیقه کې فرخنده محتاج وتوانیده توپ د هند ګول ته ورسوي او دې سره د هند خلاف یوازینی ګول د افغانستان په برخه شو.

د افغان ښځینه فوټبال لوبډله له دې مخکې ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم له هندۍ لوبډلې سره د سویلي اسیا سیالیو کې مخامخ شوې ده.

د ۲۰۱۲ کال په سیالیو کې هندۍ لوبډلې د افغان سیالانو خلاف د صفر مقابل کې ۱۲ ګولونه وهلي وو او د ۲۰۱۲ کال سیالیو کې هم نژدې ورته پایله وه، یعني د صفر مقابله کې ۱۱ ګوله.

دغو سیالیو کې افغانستان لومړی ځل له یوې بهرنۍ روزونکې ' کیلي لینډسې ' او نویو لوبغاړو سره ګډون درلود.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د پنجشنبې په ورځ له بنګله دېش لوبډلې سره وي. که افغانستان له بنګله دېش نه دغه لوبي وګټي د سیالیو دویم پړاو ته د تګ فرصت به ولري.