تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انډې مري د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی شو
برتانوی ټېنیس ستوری او د نړیوالې ډلبندۍ اول لوبغاړی انډې مري د ټینس په نړیواله پایلوبه کې نوواک جاکوویچ ته د دوه د صفر په مقابل کې په ماتې ور کولو سره د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی شو.
۲۹ کلن انډې مري چې پنځلس ورځې مخکې د نړیوالې ډلبندۍ سر ته ختلی و، له جاکوویچ په ماتېدلو سره یې دا نوم هم له لاسه وتلی شو.
خو صربي ټېنیس لوبغاړي جاکوویچ ته ۲۰۱۶ کال چندان بریمن نه و، په دې سیالۍ کې هم سخت سیال نه و او مري په اسانۍ ماته ور کړه.
په دې ډول مري په ټېنیس اتلولۍ کې چې هر کال د لندن په ۰۲ تالار کې جوړېږي، په دغه لوبه کې د جاکوویچ د څلور کلن نوم ریکارډ پای ته ورساوه.
د لوبې په پای کې انډې مري وویل، چې په دې بريا ډېر خوشال دی او د نړیوال نمبر یو لوبغاړي نوم ورته ځانګړی اهمیت لري: "په داسې سیالۍ کې د نوواک جاکوویچ په مقابل کې لوبېدل ډېر خوند کوي".
جاکوویچ له ماتې وروسته وویل، چې د کال لومړۍ نیمايي تر دویمې نیمايي ورته ډېره ښه و، خو " له شک پرته انډې مري د نړۍ لومړی نمبر او غوره ټینیس لوبغاړی دی."
په دې بریا سره مري په وروستیو ۲۴ سیالیو کې هیڅ ماتې ونه خوړه او دا د هغه لپاره نوی ریکارډ بلل کېږي.
جاکوویچ پنځه ځله د ټینیس نړیوالو اتلولیو اتل و، که په دې سیالۍ کې هم بریالی کېدلی، نو د راجر فډرر شپږو اتلولیو ریکارډ ته رسېده، خو مري هم کال داسې بریالی بشپړ کړ، چې تراوسه یې ساری نه لیدل کېږي.
د ټینیس نړیوالې پایلوبې د دې لوبې د هر فصل په وروستیو کې د کال د غوره اتو لوبغاړو په ګډون جوړېږي.