تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش غوره لیګ: افغان لوبغاړي محمد نبي څلور وېکټې تر لاسه کړې
د بنګله دېش غوره ليګ کرېکټ سياليو کې افغان لوبغاړی محمد نبي څلور لوبغاړي وسوځول او خپلې لوبډلې چټګانګ ته يې بريا ور په برخه کړه.
محمد نبي د بنګله دېش غوره لیګ کې د چټګانګ په نامه يوې لوبډلې له لوري لوبېږي او د ننۍ سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې لوبډله کې د محمد نبي تر څنګ شعيب ملک، کرنټ ايليوټ، جيون مېنډيس، چتورانګا ډي سېلوا، کرېس ګېل او ډاوين سمېت هم شامل دي.
دغه شل اوريزې سيالي د بنګله دېش په ميرپور کې ترسره شوې.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان کرېکټ لوبغاړي په دې سياليو کې برخه اخلي، تر دې وړاندې هم محمد نبي د بنګله دېش غوره ليګ سياليو کې برخه اخيستې وه.
د کرېکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې محمد نبي د نړۍ درېيم غوره ال رونډر دی. په دې سربېره په شل اوريزو سياليو کې څلورم نمبر غوره ال رونډر بلل شوی دی.
نن د دې سياليو په ترڅ کې د نبي لوبډلې چټګانګ له کوميلا وېکټوريزن سره لوبه ترسره کړه.
کوميلا لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې، چې په مقابل کې چټګانګ لوبډلې ۱۶۱ منډې ترسره کړې او دغه سيالي يې د ۲۹ منډو په توپير وګټله.
د محمد نبي تر څنګ افغان لوبغاړی محمد شهزاد هم د بنګله دېش غوره ليګ سياليو کې لوبېږي.