د کینیا پر "ملکې"مشهوره فیله د ۶۵ کلونو په عمر مړه شوه

په کینیا کې چاپېریال‌ساتو ملاتړو په ختیځ څاوو ملي پارک کې د یوې ۶۵ کلنې فیلې پر مړینې غمشریکي ښودلې ده.

د کینیا د وحشي ژوو د ژوند خدماتو په یوه رپوټ کې راغلي چې د "ډیډا" په نامه یوه فیله د زړبودۍ له کبله مړه شوې ده.

"ډیډا" چې په (څاوو ملِکه) مشهوره وه، د کینیا خوندي ساتل شوې چاپېریال کې له وچکالۍ، ناقانونه ښکار او نورو ستونزو ژوندۍ وتلې وه.

چاپېریال ساتو پر ټویټر ډیډا ستایلې او د ناخوالو او سختیو پرمهال یې یوه زغمونکې فیله بللې ده.‌

دوی د ډیډا داسې انځورونه خپاره کړي چې د هېواد د وحشي ژوو تر ټولو لوی پارک کې په سپېرو خاورو کې پټه فیله له لویو غاښونو سره ښکاري.

د پارک ادارې ډیډا د څاوو ریښتینې مور او د څو لسیزو د مالوماتو یوه زېرمه بللې ده.

په ورته وخت کې د کینیا د غره لمنې یوه خوندي ځنګل کې دوه نور فیلان له وچکالۍ مړه شوي دي.

کینیا کې د افریقا د وحشي ژوو د بنسټ په وینا، د اوسنۍ وچکالۍ له کبله د کینیا سوېل لوېدیځ او د څاوو ختیځو او لوېدیځو ملي پارکونو کې د وحشي ژوو د ځاني تلفاتو کچه تر ۱۰۰ لوړه شوې ده.

چاپېریال ساتونکو ویلي، پر ډېر څار او په تېرو څو کلونو کې د ناقانونه ښکار د کمېدو سربېره دا یو شاتګ ګڼل کېږي.