ناسا د دریم ځل لپاره د "سپوږمۍ توغندي" توغول وځنډول

ناسا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د استوايي توپان د وېرې له کبله د دریم ځل لپاره فضا ته د خپل لوی توغندي توغول ځنډولي دي.

تمه وه دا توغندی - چې سپوږمۍ ته ستوزمزلي لېږدوي - د سې شنبې په ورځ فلوریډا کې د کېنیډي له فضايي مرکزه وتوغول شي.

خو فلوریډا کې د استوايي توپان له کبله د تېرو بادونو وېره په‌ ډېرېدو ده چې ویل کېږي د روانې اونۍ پیل کې به هلته قوي بادونه ولګېږي.

وړاندې هم دوه ځله ددغه توغندي توغول ځنډول شوي وو.

په داسې حال کې چې په تېره اګسټ میاشت کې د تخنیکي ستونزې له کبله ونه توغول شو، په دویم ځل یې تېر سپتمبر کې د توغولو هڅه وشوه، خو ترې د سونتوکو د وتلو له کبله یې توغول بیا وځنډول شول.

د یکشنبې په ورځ به د اټیمیس ډلې له لوري پکې هر ډول ستونزه وارزول شي.

ناسا وايي له دې توغندي توغولو یې موخه "د لا نورو مالوماتو او ډېټا راغونډول او تحلیلول دي".

ناسا د سپوږمۍ شا ته د (اوریون) په نامه کپسول استولو هوډ هم لري.‌

دغه اداره هیله لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به د سپوږمۍ پر سطحه خپل ستورمزلي کوز کړي.

د یادې ادارې یوه چارواکي جیم فري وویل: "که وضعیت ښه شي، نو په تدریجي ډول به یې د بېرته توغولو پرېکړه وشي".

د شنبې په ورځ د (ایان) په نامه توپان د کاریبي سمندر پر سیمو ورغلی دی. د توپانونو اړوند یوه مرکز ویلي، د توپان اټکلي تګلوری له سوېلي جامیکا او لوېدیځې کیوبا او فلوریډا پیلېږي.

اټکل دی چې د دوشنبې په ورځ (فلوریډا کیز) او سوېلي فلوریډا کې درانه بارانونه وشي.