تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا هایدروجن به جرمني د روسي ګازو له اړتیا خلاصه کړي؟
د اوکراین جګړې د جرمني د انرژي تګلاره پر بل مخ واړوله
د جګړې له پېل راهیسې جرمني د روسیې پر تېلو باندې خپله اتکا له ۳۵سلنې څخه ۱۲سلنې ته او پر ګازو باندې اتکا له ۵۵سلنې څخه ۳۵سلنې ته را ټیټه کړې ده.
خو سره ددې، د انرژی تجارت د مسکولپاره د عاید یوه ستره سرچینه ده. د فنلېند یو څېړنیز بنسټ (سي ار اي اې) د راپور له مخې د جګړې د پېل په دوو لومړیو میاشتوکې جرمني د روسیې د تېلو او ګازو د رانیولو په بدل کې روسیې ته تقریبا ۹ میلیارډه یورو ورکړيدي.
د نورمبرګ د اېرلانګېن په پوهنتون کې د اقتصادي چارو پروفېسره ویرونیکا ګرېم چې اوس د جرمنې د حکومت یوه سلاکاره ده وايي: "موږ باید ډېرژر د کاربن پرځای د انرژي نورې سرچینې پېدا کړو." اغلې ګرېم وايي چې هیواد یې باید د هایدروجن انرژي کارولو ته وده ورکړي.
هایدروجن کولای شي خورا ډېره انرژي ذخیره کړي او په صنعتي پروسوکې د طبیعي ګازو پرځای کارېدلای شي لکه د ګاډو،اورګاډو، بېړیو اوالوتکو په بېټریوکې کارېدلای شي چې هیڅ یو مضرغاز نه خوشې کوي بلکې یواځې د اوبو بخار تولیدوي.
د انرژي نړیواله اداره ( ای اې اې) وايي د اغلې ګرېم نظریې نور هم لیواله کړي او په لسګونو هېوادونو د هایدروجن انرژي په اړه خپلې تګلارې خپرې کړي او یا یې په لټه کې دي.
خو ددې لیوالتیا سره سره، تراوسه روښانه نه ده چې په پراخه کچه د هایدروجن انرژي کارول به څومره شوني وي.
په ۱۹۷۰ کلونوکې د تېلو دوو کړکېچونو وروسته هم دې ته ورته هڅې شوې وې او په ۱۹۹۰ کلونوکې هم کله چې د چاپېریال په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې. خو کومې سمې نتیجې ته ونه رسېدې. نو ایا اوسنۍ لیوالتیا به متفاوته وي که څنګه؟
منتقدین خبرداری ورکوي چې د صنایعوهغه استازي چې په نړیواله کچه د هایدروجن پرزیاترو شوراګانو مسلط دي، معمولا د هایدروجن په اړه بې پرې نه وي خکه چې د دولتي مرستو ژمنوته هیله من وي او د دوی موجودو وسایلو لکه پایپ لاینونو، ټانکرونو یا بایلرونو ته اړتیا زیاتېږي.
منتقدین دا استدلال هم کوي چې سیاستوال ددې پرځای چې سختې حل لارې ولټوی معمولا د لیرې راتلونکې لپاره ستر زرغون پلانونه خوښوي.
له بلو پلوه د چاپېریال ساتنې ډلې هم له احتیاطه کار اخلي او وايي چې د اصلي سون توکي په توګه هایدروجن په کافي اندازه نشي جوړېدای. هغوی د هایدروجن د تولید دوه اصلي طریقې په ګوته کوي:
زرغون هایدروجن - د برېښنا یا برق پاېښت لرونکې انرژۍ او د یو الکترولایزر په مرسته پر هایدروجن او اکسیجن باندې د اوبو تجزیه کول. خو ددې کار لپار د ماشینونو او برېښنا لګښت ډېر دی.
دا لګښتونه پدې معنا دي چې اوسمهال د انرژي د نړیوالې ادارې د راپور له مخې ددغسې پاک او زرغون هایدروجن تولید په نړیواله کچه یواځې ۰.۰۳ سلنه دی.
خړهایدروجن- ترپنځو ځلو ارزانه دی. دا هایدروجن له طبیعي ګازو یا په ځینو حالاتوکې له تېلو یا سکرو ترلاسه کېږي. خود تولید په بهیرکې، د طبیعي غازو د مستقیمې سوزونې په پرتله ۵۰سلنه ډېر کاربن دای اوکساید تولیدوي.
ابي رنګه هایدروجن- د یوبل تخنیک له لارې ترلاسه کېږي. د تولید پروسه یې یوشان ده خو د هغه کاربن دای اوکساید چې د تولید په پروسه کې تولیدېږي ۶۰-۹۰سلنه برخه د بیا کارونې یا زېرمه کولو لپاره راټولوي او هوا ته یې نه خوشې کوي.
ددې طریقې عیب دادی چې لګښت یې تقریبا دوه چنده دی او په پراخه کچه یې تولید وسایل او اسانتیاوې نشته. نوځکه په نړیواله کچه د تولید شوي هایدروجن ۰.۷سلنه ابي هایدروجن دی.
نو پدې توګه، سره ددې چې فکرکېږي چاپېریال ته به یې زیان کم وي او د راتلونکي لپاره هیلې رامنځته کوي، اوسمهال په نړیواله کچه د هایدروجن تولید د مثال په توګه تقریبا د فرانسې د ټول هېواد په پرتله درې ځله زیات کاربن دای اوکساید تولیدوي.
نو ډېرشیان به په دې پورې تړلي وي چي هېوادونه به په راتلونکي کې په څه ډول هایدروجن تولیدوي.
ځینو هېوادونو وارله مخه خپل لومړیتوبونه ټاکلي دي- په هغو هېوادونوکې چې لمر ډېر دی د هایدروجن د تولید لپاره به له لمریزې انرژۍ کار اخلي، او فرانسه غواړي له اتومي انرژي کار واخلي.
چین خپل ارزانه خړ هایدروجن له سکرو او ګازو جوړوي او په زرغونو بدیلو طریقو کې پانګونه کوي.
د امریکا متحده ایالتونه، کاناډا، بریتانیا، هالېنډ او ناروې غواړي له هوا څخه راټول کړی کاربن دای اوکساید د تېلو او ګازو په زېرموکې د اوږدې مودې لپاره زخیره کړي او د ابي رنګه هایدروجن د تولید لپاره یې وکاروي. خو روښانه نه ده چې په جرمني کې به څه ډول وي.
د برلین په پوهنتون کې د پایښت لرونکې انرژۍ د سیستمونو پروفیسر فولکر کواشنینګ د هایدروجن په اړه د جرمني پرتګلارې نیوکه کوي او وايي: "د مېرکل حکومت د انرژي په اړه د خپلو ناکامه تګلارو د پټولو لپاره ورڅخه کار واخیست. "
هغه استدلا کوي چې د باد او لمر انرژۍ کارولو ته یې باید ګړندۍ پراختیا ورکړې وای چې په راتلونکې کې یې د زرغون هایدروجن تولید اسانه کړی وای- د جرمني نوي حکومت ددې ګام اخیستلو ژمنه کړې.
خو په حکومتي ایتلاف کې درې شامل ګوندونه، د دوی درې تنه اړونده وزیران، او د هایدروجن شورا ټول سره په دې اړه بحثونه کوي چې ایا خپل ټول پام پر زرغون هایدروجن راټول کړي او که ابي رنګه بدیل یې ومني.
اغلې ګرېم د هایدروجن په شوراکې د اکثریت د نظر استازیتوب کوي او د هایدروجن د ټولو رنګارنګو ډولونو د کارولو پلوي کوي. هغه وايي: "د ابي هایدروجن کارول به زموږ له دې نوي صنعت سره مرسته وکړي. تکنالوژیکي پرمختګ ته به وده ورکړي او بالقوه پنګوال به وهڅوي چې د زرغون هایدروجن په تولید کې پانګونه وکړي."
په جنوري کې، د اقتصاد وزیر رابرت هابېک د پایښت لرونکې انرژۍ د تولید یو ستر پلان اعلان کړ چې له مخې به يې د زرغون هایدروجن د تولید کچه په کال کې له اوسني ۷۰ میګاواټو څخه تر ۲۰۳۰کاله پورې ۱۰ګیګا واټو ته ورزیاته کړي.
د تولید دا کچه د ټولې اروپايي ټولنې د ۴۰ګیګا واټه څلورمه برخه کېږي او د فرانسې د ۶.۵ګیګا واټو څخه ډېره ده.
پداسې حال کې چې کورنی تولید پراخېږي جرمني له بهرنه هم د هایدروجن د ترلاسه کولو په لټه کې ده.
د جرمني د انرژۍ حکومتي ادارې مشر اندریاس کولمن وايي د هایدروجن د رانیولو لپاره جرمني نړیوالې خبرې اترې ګړندۍ کړي. په دې کې به د هایدروجن د نل لیکو جوړول شامل وي چې جنوبي اروپاسره وصل شي ځکه چې هلته د باد او لمر ارزانه انرژي ډېره ده چې د هایدروجن د تولید لپار پکارده.
ښاغلي هابېک په دې اړه ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي.
هیله کېږي چې د هایدروجن لومړی لېږد به د سږکال په وروستیوکې له عربي متحدو اماراتو څخه وي.
جرمني ترفشار لاندې ده چې له روسیې څخه د انرژۍ پر رانیولو پیسې ونه لګوي، خو دا پروسه به اسانه نه وي.