تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټویټر د نړۍ تر ټولو پر شتمن کس "اېلان موسک" محکمې ته عریضه کړې
ټویټر د ټېسلا کمپنۍ له خاوند 'اېلان موسک' سره چې د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی، حقوقي لانجه پیل او پر هغه د دې لپاره محکمې ته عریضه کړې چې د خواله رسنۍ دا کمپنۍ باید وپېري.
دا ګام تر هغې وروسته پورته شوی چې ښاغلي موسک د تېرې جمعې پر ورځ وویل چې په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټویټر د پېرلو له خپل وړاندیزه شاته شوی.
هغه ویلي دا پرېکړه یې ځکه کړې چې ټویټر پر دغه پلټفارم د جعلي او سپم اکونټ یا حسابونو د شمېر په اړه مالومات نه دي ورسره شریک کړي.
خو ټوېټر اوس د امریکا دېلاوېر ایالت کې له محکمې غوښتي چې ښاغلي موسک ته امر کړي چې پر ۵۴ اعشاریه ۲۰ ډالرو د دې کمپنۍ د هرې ونډې د پېرلو هوکړه بشپړه کړي.
د ټوېټر عریضه کې ښاغلی موسک له هوکړې په ګڼو سرغړونو تورن شوی چې دغه خواله رسنۍ او د هغې سوداګري یې اغېزمنه کړې ده.
د ټویټر رئیس برېټ ټایلر ویلي دغه مایکروبلاګېنګ ویب سایټ غواړي چې اېلان موسک خپلو قراردادي مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.
په عریضه کې ویل شوي ښاغلی موسک د دې لپاره د ټوېټر د پېرلو له تړون شاته شوی چې دا کار یې نور شخصا په ګټه نه تمامېده.
اېلان موسک د برېښنایي ټېسلا موټرونو د کمپنۍ اجرائیه مشر دی.
په دې عریضه کې زیاته شوې چې "ټېسلا کې د ښاغلي موسک د ونډو ارزښت، چې د هغه اصلي شخصي شتمني جوړوي، د ۲۰۲۱ کال نومبر کې له خپل اوجه تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو راکښته شوی. او همدا لامل دی چې نوموړی له دې هوکړې پښه باسي."
د تېرې میاشتې اوږدو کې د ټویټر د ونډو بیه تر ۸ سلنې ډېره راولېدلې او په می میاشت کې یې له دې کبله د هرې ونډې ارزښت چې له ۵۰ ډالرو لوړ و، په راکښته کېدو شو چې ښاغلي موسک دې خواله رسنۍ کې د جعلي او سپم حسابونو پوښتنه مطرح کړه او ویې ویل چې د پېرلو هوکړه یې لنډمهاله ځنډولې.
خو هغه تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ټویټر د پېرلو له تړونه په چورلټ ډول شاته کېږي.
نوموړي ادعا کړې چې ګوندې دغه شرکت پر خپل مکلفیت عمل نه دی کړی.
ټویټر یې ځواب کې ویلي وو چې د ښاغلي موسک خلاف به قانوني لارو چارو ته مخه کړي چې پر هغه کړې هوکړه ومني.
ښاغلی موسک ځان د بیان د ازادۍ کلک ملاتړۍ بولي او ژمنه یې کړې وه چې که دا خواله رسنۍ وپېري نو پر هغې د خپرېدونکو محتویاتو اصول نرم کړي.
هغه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څېر د ځینو حسابونو تړلو له کبله پر ټویټر توندې نیوکې کوې.