تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا تودوخه د میندوارۍ پر سلامتیا اغېز لري؟
- Author, سواميناثان ناتاراجان
- دنده, بي بي سي
په تېرو درېیو کلونو کې زبیدې ترخې تجربې وڅکلې، چې دوه ځله ورسره تکرار شوې. هغه میندواره وه او په بې صبرۍ یې د ماشوم راتګ ته سترګې پر لاره وې، خو جنین یې مړ وزېږېده.
زبیده وايي "دوه ماشومان مې مړه وزیږېدل، د دوو ماشومانو ضایع کول راته ډېر دردوونکي او ویجاړوونکي تمام شول."
دا ۳۰ کلنه ښځه د ځمکې پر سر د تودوخې له ډېرې لوړې درجې لرونکي ښاره شاوخوا ۸۰ کیلومتره لیرې اوسېږي: جیکوب اباد یادوم، چې د پاکسان سند ایالت کې پروت دی.
زبیدې بي بي سي ته وویل: "دواړه ځله په زیږون کې زموږ د سیمې یوې دودیزې قابلې مرسته راسره وکړه، کله مې چې تېر کال دویم ماشوم هم ضایع کړ، څو ورځې مې پرله پسې ژړل".
د هغې مېړه عبدالعزیز هم د خپلې مېرمنې د کړاو کیسې راته وکړې، وايي: "په نهمه میاشت چې د ماشوم پیدایښت نژدې و، خو ماشوم مې د مور په رحم کې مړ شو".
دی زیاتوي "هغه ډېره خپه وه، او وېرېده چې هېڅکله به بل ماشوم ونه شي زیږولی. د هغې د دلاسا کولو لپاره مې زړه غټ کړ، زموږ ډېر خپلوان راغلل او خبرې یې ورسره وکړې او ډاډ یې ورکړ".
جیکوب اباد د ځمکې پر سر د لوړې تودوخې لرونکې سیمه ده، هلته د حرارت درجه په اوړي کې سلو کې تر پنځوسو اوړي.
د تودوخې لوړه درجه او د مړو ماشومانو زیږون
د بریتانیا طبي مجله (برېټېش میډیکل ژورنال" کې یوه مقاله خپره شوې چې د تودوخې د لوړې درجې او د وختي زیږون د خطر ترمنځ تړاو، د زیږون پرمهال د ماشومانو د وزن کمېدل، په رحم کې د ماشوم مړینه او د مړه ماشوم زیږېدل پکې شاربل شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي، کله چې د تودوخې درجه لوړېږي، په رحم کې د ماشوم د مړینې شونتیا هم ورسره لوړېږي.
خو څېړنکو ویلي، ګرانه ده چې وپتېیله شي ګنې د حرارت درجې لوړېدل د مړه جنین زېږدو لامل وګرځي.
د زبیدې په اړه، چې دوه ځله یې د زیږون پر مهال طبي مرسته نه وه غوښتې، ګرانه ده چې وویل شي څنګه یې په خېټه کې جنین مړ شوی.
د اوړي اغېز
زبیده دوه ځله له ډېرې ترخې تجربې سره مخامخ شوې ده، هغې هوډ وکړ چې له ډاکټرې خورشید امان سره مشوره وکړي او د یوه سالم ماشوم زېږدو لپاره د هغې تر څار لاندې وي.
دا ډاکټره وايي، هرو دریو اوونیو کې لږ تر لږه درې داسې ناروغانې ګوري چې اقلا یو مړ ماشوم یې زیږېدلی.
ډاکټره خورشید امان وايي "د زیږون پر مهال دردونه تر ډېره په سیمه کې زیات شوي، چې د اوړي میاشتو کې یې کچه لا ډېره شي".
ډاکټره خورشید د جیکوب اباد ده، هلته له څلورو لسیزو راهیسې کار کوي او د زرګونو سالمو ماشومانو زیږون کې یې مرسته کړې ده، خو ډېر د ځور کیسې یې هم پخپلو سترګو لیدلې دي.
له حکومتي دندې تر متقاعدې کېدو وروسته، ډاکټره خورشید اوس خپله شخصي معاینه کې وي.
دا وايي "ځینې ښځې خپل وزن بایلي ګڼې یې د وینې له مزمنې وینې کمېدو سره مخامخېږي، د زیږون پرمهال د میندوارو مېرمنو پالنه نه شته" چې دا کار د ماشومانو پر روغتیا او د میندوارۍ د پړاو په ښه توګه تېرېدو اغېز کوي.
د زبیدې مېړه عبدالعزیز وايي، د طبي خدمتونو نشتوالی په سیمه کې لویه ستونزه ده.
"دلته یوه ناسمه روزل شوې دودیزه قابله ده، چې د ماشومانو زیږون کې مرسته کوي. هغه ښځه به نېکبخته وي چې ژوندی ماشوم یې پیدا شي او صحت یې هم ښه وي".
د ژوند امکانات او هوا
سږ کال د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو په ۱۵ هېوادونو کې د وختي زیږون د حالاتو په اړه یوه څېړنه خپره کړه. دا څېړنه د انګولا، بنین، بوروندي، اتیوپیا، هاټي، ملاوي، نیپال، نایجریا، فیلیپین، سوېلي افریقا، تاجکستان، ختیځ تیمور، یوګندا او زیمبابوې په څېر هېوادونو کې ترسره شوې.
د څېړنې مشرې ډاکترې ساره مکلروي بي بي سي ته وویل: "ومو موندل چې د مړه ماشوم زیږون کې میندوارې ښځې د حمل وروستیوو کې تر ډېره له ۲۰-۳۰ حرارت درجه کې اوسېدې، چې د جنین مړینه پکې دوه برابره شوې وه".
دا وايي، د هغو میندوارو ښځو د جنین مړینه لا ډېره وه یا یې تر وخت مخکې د زیږون له خطر سره مخامخې وې، چې په کلیوالو سیمو، بې وزله کورنیو او د ټیټ تعلیم لرونکو سیمو کې اوسېد.
د تودوخې لوړه درجه څنګه د جنین د مړینې لامل کېږي؟
په بریتانیا کې د روغتیا ملي اداره وايي، "په ګرمو موسمونو کې د هغه جنین مړینه ډېره وي چې له صحي پلوه ښه دي، چې غالباً یې په لامل پوهېدل ګران دي".
مشهور عوامل یې د جنین د نرۍ غشا دوه برابره کېدل دي، چې د ماشوم تر بدن راتاو وي او د نامه د غوټۍ پړی ترې راوتلی وي، دا د ماشوم د وینې او د هغه د مور د وینې ترمنځ تړاو وي او په رحم کې د جنین لپاره اکسیجن او مغذي مواد چمتو کوي.
د څېړنډلې بله ګډونواله ډاکتره سیندانا ایلانګو وايي "یوه فرضیه دا ده چې د حرارت له کبله وچوالی ښايي له جنین نه د وینې جریان چې په رحم کې وده کوي د مور پوستکي ته ولېږدي چې په دې سره د بدن داخلي حرارت سړېږي. بله فرضیه دا هم کېدای شي چې د لوړې درجې حرارت هم د بدن د غیر طبیعي تودوخې لوړېدو لامل ګرځي چې دا کار د سالم زیږون د ژونکو تلف کېدو سبب کېږي".
دا وايي "یوه بله فرضیه دا ده چې ډېره تودوخه ښايي حجرو ته زیان ورسوي چې دا کار جنین ته د کافي خوړو او تغذیې رسېدو لامل ګرځي".
په ۲۰۲۰ کال، د جنین د مړینې په اړه د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې، په ۲۰۱۹ کال نړۍ کې د مړو ماشومانو د زیږون ۱٫۹ میلیون پېښې ثبت شوې دي په دې مانا چې په هرو ۱۶ ثانیو کې یو مړ ماشوم زیږېدلی.
او پاکستان کې، سلو کې تر ۳ سلنې ډېر زیږونونو کې یو ماشوم مړه زیږي.