تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپېس اېکس: ایا فضا کې غوښه تولیدېدای شي؟
د امازون مشر جېف بېزوس او د ټېسلا مشر اېلان مسک دواړه غواړي فضا ته انسانان د استوګنې لپاره واستوي. ناسا هم هڅه کوي چې مریخ ته انسانان ولېږدوي.
خو که انسانان سپوږمۍ یا نورو سیارو کې استوګن شي، نو خوري به څه؟
ډېری تجربې شوي چې په ډاګه کړي ایا بوټي په فضا کې کرل کېدای شي.
او همدا تېره اوونۍ یوه نوې ازموینه پیل شوې چې وکتل شي، د غوښې له حجرو په فضا کې غوښه جوړېدای شي؟
دا یوه کوچنۍ ازموینه ده خو ازموینکي یې هیله لري چې په راتلونکي کې فضا ته د انسانانو د لېږد او هلته د مېشتېدو په برخه کې - سترې پایلې لرلی شي.
ازموینه د اسرائیلي شرکت الېف فارمز لخوا ترسره کېږي چې له حجرو په لابراتوار کې د غوښې د تولید په برخه کې مهارت لري، او د ستورمزلو یوه ډله یې پر مخ بیایي.
ګوتنیوونکي وايي چې دا طریقه بې ثباته ده او ستورمزلي پرې تکیه نه شي کولای. بله دا چې د دوی په اند فضا کې د غوښې تولید به هېڅکله هغومره اسانه نه وي لکه له ځمکې چې فضا ته غوښه واستول شي.
غوښه څنګه کرلی شئ
له حجرو په لویه کچه د غوښې تولید ان دلته په مځکه هم اسانه کار نه دی.
الېف فارمز له ګڼو شرکتونو یو دی چې غواړي دغه ډول غوښه تولید کړي خو لومړی هغه دی چې هڅه کوي دا کار فضا کې وکړي.
دغه شرکت نه خوښوي چې د غوښې د تولید پروسې ته یې "لابراتوار کې د تولید شوې غوښې" نوم ورکړل شي خو اصلا یې بهیر همدا ډول دی.
د مثال په ډول د غويي حجرې ته ټول هغه څیزونه ورکول کېږي لکه امینو اسید یا نشاسته چې پر مټ یې وده کولی شي. حجرې نورې حجرې جوړوي تر هغې چې داسې غوښه ترې جوړه شي چې د خوړو وړ وي.
غوښه ډبو ته ورته توکو کې کرل کېږي. د یوه ژوي د ژوند ټول طبیعي بهیر چې زېږي، لویېږي او بیا د غوښې تر لاسه کولو لپاره حلالېږي، په دې پروسه کې له پامه غورځول شوی.
د دغه بهیر ملاتړي وايي دا کار کېدلی شي، چاپېریال لپاره مثبتې پایلې ولري او د شین کوریزو غازونو تولید په پراخه کچه کمولی شي.
فضا کې د غوښې تولید ته څه اړتیا ده
زوېکا تماري چې الېف فارمز کې د فضايي پروګرام مشر دی وايي، ساینسپوهان په دې نه پوهېږي چې ایا دا پروسه په داسې چاپېریال کې شونې ده چې د جاذبې قوه یې صفر وي.
"موږ له ګڼو ساینسي څېړنو دا شواهد ترلاسه کړي چې د انسان بدن او ژوندي څېزونه په داسې چاپېریال کې بل ډول چلن کوي چې د جاذبې قوه په کې صفر وي. نو هېڅوک په دې لا نه پوهېږي چې د دغه بهیر له لارې د غوښې تولید اصلا په فضا کې شونې دی کنه."
د اپرېل په اتمه چې کله څلور کسان د سپیس اېکس توغندي په مرسته نړیوالې فضايي اډې ته ولاړل، دوی له ځانه سره په یوه قوتۍ کې د ژویو حجرې او نور هغه مواد چې د ودې لپاره یې اړتیا ده، یوړل.
لېري کونر، ایتان سټایب، مارک پاتي او پخوانی ستورمزلی مایکل لوپېز الېګریا فلورېډا ښار کې له کېنېډي فضايي مرکزه د خپل سفر پیل وکړ.
فضا کې د غوښې تولید په خوارۍ ارزي؟
آن که دا ازموینه بریالۍ هم شی او ثابته شي چې په فضا کې د لابراتواري بهیر په مرسته غوښه تولېدای شی، دا په دې مانا نه ده چې کټ مټ دې عملي کول ښه ګام وي.
ګڼ لاملونه دي چې ولې زموږ نژدې هټۍ لابراتوار کې له جوړې شوې غوښې ډکې نه دي. په حقیقت کې، که څه هم سلګونه میلیونه ډالره پر دې صنعت پانګونه شوې، دا بهیر اصلا د دې وړتیا نه لري چې په لویه کچه تولید وکړای شي.
الېف فارمز لا هم دې ته په تمه دي چې اسرائیل کې دوی ته اجازه ورکړل شي چې خپله تولید کړې غوښه رستورانتونو ته ورکړي. دې خوړو لا تر اوسه په ځمکه ځای نه دی موندلی، فضا خو لا پرېږده.
نورې داسې ننګونې هم شته چې په فضا کې د دې بهیر په پلي کولو کې ستونزې جوړوي، د مثال په ډول لابراتوار لپاره د خوندي او پاک چاپېریال برابرول.
"د ژویو د حجرو وده ډېره ورو وي." دا خبره ډیوېډ همبرډ کوي چې په برکلي پوهنتون د کیمیاوي انجینرۍ ښوونکی دی.
"که د حجرۍ کښت ته باکتېریا ورننوته نو پخپله باکتېریا به د ژویو د حجرو پرتله چټکه وده وکړي، نو دې سره تاسو د ژویو حجرې نه جوړوئ بلکې باکتېریا جوړوئ، او مجبور یاست چې ایسته یې وغورځوئ."
الېف فارمز وايي، باور لري چې د پاکۍ چاره کېدلی شي، په ځانګړي ډول فضا کې چې په ډېره کمه کچه د غوښې تولید ته اړتیا ده. خو باکتېریا لرونکې یا چټله غوښه مریخ کې د استوګنو انسانانو لپاره وژونکې پایلې لرلی شي.
الېفر فارمز دا هم وايي چې له ځمکې فضا ته د خوړو استول خورا ګران پرېوځي. دقیقې شمېرې نشته خو د ناسا د ۲۰۰۸ کال د شمېرو پر اساس د ځمکې تر مداره د نیمه کیلو خوړو استول نژدې لس زره امریکايي ډالره لګښت لري.
مریخ ته د همدومره خوړو رسول یې لګښت تر دې څو برابره لوړوي.
ښاغلی تماري وايي: "مریخ میلیونونه کیلومتره لرې دی نو که چېرته همالته د خوړو د تولید شونتیا وي نو دا یوه ډېره مثبته خبره ده."
ښاغلی همبرېډ بیا دا نه مني او جلا نظر لري. دی وايي:
"د حجرو د ودې او تولید لپاره د بورې، امینو اسید او اوبو په څېر توکي کارېږي چې دا ټول په خپله خوړل کېدای شي. بشپړ تولید کولی شي یوازې د دغو توکو ۲۵ سلنه کالريز یا انرژي وساتلی شي. نو پوښتنه دا ده چې ولې دومره ډېر توکي فضا ته یوړل شي چې په پای کې ۷۵ سلنه ضایع کېږي."
خو فضا ته اوږد سفر نور اړخونه هم لري لکه د ستورمزلو رواني روغتیا
کارېن نایبرګ د ناسا پخوانۍ ستورمزلې ده چې په نړیواله فضايي اډه کې یې پنځه میاشتې تېرې کړي او اوس الېف فارمز سره د مشاورې په توګه دنده ترسره کوي.
دا وايي د ستورمزلو په رواني روغتیا کې خواړه مهم رول لري.
"فضا کې خواړه سپینو پاکټونو کې راځي، هر څه پاوډري شکل لري او له خوړو وړاندې به لږې اوبه ورګډوې. زما د هوګې بوی او د اولیف تېلو بوی ډېر یادېده… خو موږ سره هلته نه وو. نو زما په اند که موږ وکولی شو چې مځکې ته ورته خواړه فضا کې ولرو، نو دا به عالي وي."
اغلې نایبرګ وايي، تازه خواړه او سابه د هغو کسانو لپاره خورا مهم دي چې ښايي په یوه ځل کلونه کلونه له ځمکې لېرې وي.
طبیعي ده که چېرته موږ مریخ ته د انسانانو د استولو او هلته د مېشتولو په برخه کې جدی یو نو هغوی ته د تازه او صحي خوړو لار برابرول به هم یوه مهمه ننګونه وي.
الېف فارمز لوړ هوډ لری خو د دغه شرکت لپاره دا تر ټولو مهمه ده چې دا ثبته کړي دلته په ځمکه لابراتواري غوښه په لویه کچه تولیدېدای شي.