تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ورځې پر مهال د لنډ خوب ګټې
د ورځې په بهیر کې د کار حجم او د ساعتونو زیاتوالي ته په پام سره آن که اختیاري يا اجباري وي، د انرژۍ انډول ورسره ساتل اسانه نه دی.
دا به څومره ښه وای که موږ هم لکه کمپیوټر د ورځې په منځ کې د تڼۍ په کېکاږلو سره مو ځان تازه کولی، هر څه مو بیا پیلولی او کار ته مو دوام ورکولا شوای.
له نېکه مرغه دا تڼۍ شته، یا لږ تر لږه یو میکانیزم چې کولی شي ورته کار وکړي او هغه لنډه موده خوب دی.
د علمي شواهدو له مخو لنډ خوب یا په عامه اصطلاح چرت یوه ډېره ښه لاره ده چې کولی شي د انرژي کچه چې مونږ د ورځې په بهیر کې ورته اړتیا لرو، را پوره کړي.
لندن کې د خوب فزیولوژیست او د خوب ښوونځي شریک ګای میډوز وايي: "د لنډو خوبونو اصلي ګټه دا ده چې دوی هغه فزیولوژیکي اغېزې خنثی کوي چې له وېښیدو وروسته رامنځ ته کېږي او له هغه شېبې چې وېښېږو په مغزو کې مو د اډونیسین تولید چې یوه کیماوي ماده ده، پیل کېږي."
هغه زیاتوي: " هر څومره چې زیات ويښ پاتې شوو، هغومره اډونیسین مو مغزو کې ټولېږي او د خوب احساس کوو."
کله چې موږ لنډ خوب وکړو، د اډونیسین اندازه کمیږي او کمه، اندازه یې زمونږ سیستم ته دننه کېږي.
دا زموږ د انرژۍ کچې په لوړولو کې مرسته کوي او د دې لامل ګرځي چې لا زیات د وېښتیا او ذهني حضور احساس وکړو.
"دا زموږ د روحیې په ښه کولو کې مرسته کوي او د دې لامل کېږي چې چارې لا ګړندۍ ترسره کړو، تیروتنې مو کمېږي او پس له ماسپښېنه چې څه کوو په هغه مو تمرکز زیاتېږي."
هغه ګټې چې میډوز یې یادوي، د ورځې لخوا له ۱۰ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې د لنډ خوب له برکته رامنځ ته کېږي.
د خوب څېړونکی سارا مدنیک یو کتاب لیکلی چې نوم یې دی ،،یو لنډ خوب وکړئ او خپل ژوند بدل کړئ،، وايي: "که تاسو د حافظې، خلاقیت، ادراک یا ذهنیت د ښه کولو په لټه کې یاست، تاسو تر ۹۰دقیقو پورې اوږد خوب ته اړتیا لرئ،"
مدنیک له شلو کلونو راهیسې د خوب د اغېزو په اړه څیړنه کوي او زیاتوي: "اوږده او لنډ خوبونه چې له ۶۰ تر ۹۰ دقیقې وي، موږ د درانه خوب پړاو ته دننه کوي." يعنې دا د شپې د خوب په شان دی او له همدې امله د ماسپښېن د خوب دغه موده د شپې د خوب په شان ګټې لري."
له لنډ خوب سره ځان عادت کړئ
هاغسې چې ښايي د ورځې په اوږدو کې د هر چا لپاره یو ساعت یا نیم ساعت خوب شونی نه وي، غوره به دا وي چې پرمهالي خوب پام ورټول کړئ.
لکه څنګه چې ګای میډوز یې وايي، لنډه خوب د لامبو وهلو یا سایکل چلولو په څیر دی: یو مهارت چې تمرین ته اړتیا لري خو په لنډ وخت کې پرته له ډیرې هڅې ترلاسه کیږي.
"که تاسو غواړئ د لنډ وخت په خوب عادت شئ، لومړیو ورځو کې باید ساعت ځان ته برابر کړئ چې په ټاکل وخت یعنې لنډ وخت کې مو بېرته ويښ کړي او وېده پاتې نه شئ. تاسې باید هره ورځ د ورځو په یوه ځانګړي ساعت کې ویده شئ او له درېو میاشتو وروسته تاسې خپله عادت کېږي. "
دا مهمه ده چې ځان خوب ته مجبور نه کړئ، مګر یوازې په بستر یا آرامۍ څوکۍ یا کوم بل خاموش ځای کې پرېوځئ، کوټه تیاره کړئ یا د سترګو پوښلو لپاره ماسک وکاروئ او هڅه وکړئ چې د آرامۍ شیبې نه خوند واخلئ.
سپارښتنه کیږي له ویده کېدو نه پنځه دقیقې دمخه خپل ګرځنده تلیفون مه ګورئ یا بریښنالیکونه مه لولئ ، ورو ساه واخلئ او د اړتیا په صورت کې یو څه اوبه وڅښئ. لنډه دا چې په آرام ذهن سره ویده شئ.
له پام پرته خوب وکړئ
ځینې خلک وايي، په اسانۍ سره نه شي ویده کېدلی او د ورځې په منځ کې د ۱۵ دقیقو لپاره ویده کېدل ورته ناشونې دي، خو د ګای میډوز په وینا اکثره وخت موږ بې له دې چې فکر وکړو ویده کېږو.
کله چې خلک د خوب له لومړۍ مرحلې څخه راویښ کړلی شول البته له لنډ خوب څخه، نو ۶۵ سلنو یې ویلي چې اصلا دوی نه وه ویده شوي خو داسې نه ده "دا ښیي چې موږ په رېښتیا نه پوهیږو چې ایا موږ ویده یوو که نه."
د خوب بله ګټه دا ده چې سترګې مو له ۱۰ تر ۲۰ دقیقو پورې تړلې وي. لنډمهاله خوب د هغو کسانو لپاره چې مخکې یې د خوب ستونزه نه درلوده او هغه کسان چې بې خوبۍ لري، ګټور دی.
که نه غواړئ چې له ويښیدو وروسته د خپګان او ستړیا احساس وکړئ نو باید د لنډ خوب موده زیاته نه کړئ.
نورې لارې
هغه مشوره چې په ډېرو مختلفو انټرنیټي سایټونو کې لیدل کېږي دا ده چې له خوب څخه مخکې یوه پیاله قهوه وڅښئ ځکه چې د کافین اغېز د کافي څښلو څخه ۲۰ دقیقې وروسته پیل کیږي، دا هغه وخت دی چې موږ له خوبه پاڅیږو.
مګر د سارا مندیک په وینا، دا مشوره په هېڅ ډول ښه نظر نه دی.
د خوب مفکوره دا ده چې زموږ انرژي په طبیعي توګه بیا راژوندۍ کړي. "د ماسپښین کافي د خوب لپاره خورا بد دی. "
سارا مندیک او همکارانو یې ۲۰۰۸ کې په حافظه کې د ۲۰۰ ملي ګرامه کافین (یو پیاله کافي) اغېز د ۶۰-۹۰ دقیقو لنډ خوب سره پرتله کړ. د ماسپښین خوب په عمومي ډول د حافظې فعالیت ښه کوي، کافین یا هېڅ اغېزه نلري یا په حافظه منفي اغېزه درلوده.
سارا مندیک دا هم وموندله هغه څوک چې له لنډ خوب سره عادت نشي کولی ذهني بیدارۍ یې کمه وي.
هغه وايي: "خلک لنډمهاله خوب خوښوي او یا ترې کرکه کوي. د ځینو لپاره دا خوب د استراحت او بیا پیل کولو یوه غوره لاره ده، خو ځینې خلک فکر کوي چې لنډ خوب د آرام کولو لپاره ښه لاره نه ده."
سارا منډیک هغو خلکو ته چې لنډمهاله خوب نه خوښوي، سلا مشوره ورکوي چې نورې لارې لکه پلی تګ، سپورت او په ځان پاملرنه و ازمايي.