کاپ ۲۶: د نړۍ ګڼو ښارونو کې د اقليمي بدلون پر ضد لاريونونه شوي

د عکس سرچینه، PA Media
د سکاټلنډ په ګلاسکو کې لاریون کوونکو یو لوی پول وتاړه او د موټرو د تګ راتګ مخه یې ونیوله. دوی ویل موخه یې له دې کاره دا ده چې خپل غږ هغو نړیوالو مشرانو ته ورسوي چې دې پل ته څېرمه ځای کې غونډ شوي دي.
څو ورځې کېږی چې د اقليمي بدلون غونډن ګلاسګو کې روانه ده. هېوادونو بیلابیلې طرحې وړاندې کړې او ځینې ژمنې هم شوي دي، له دې ډلې ژمنه شوې ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ځنګلونو وهلو مخه نیول کېږي.
ځنګلونه د ځمکې د هوا پاک ساتلو کې لویه ونډه لري، خو د نړۍ په لر او بر کې ځنګلونو په بې رحمۍ وهل کېږي او په دې سره د ځمکې د هوا تودوخې کړکېچ لا پراخېږي.
دغه راز څلوېښتو هېوادونو ژمنه کړې چې د ډبرو سکرو کارول به پای ته رسوي، خو هغو هېوادونو دا هوکړه نه ده منلې چې تر ټولو ډېر د ډبرو سکاره کاروي او په دې سره د هوا ککړتیا کې ډېره ونډه لري.
په دې ډله هېوادونو کې یو چين دی چې ولسمشر یې ګلاسکو کې غونډې ته نه و ورغلی، چین د نړۍ په کچه د شین کوریزه ګازونو د درېیمې برخې تولید مسؤول بلل شوی. هند، استرالیا او امریکا درې نور هغه هېوادونه دي چې دا هوکړه یې نه ده منلې.
خو په ګلاسکو کې د نړیوالې غونډې ګډونوالو له خوا شوې ژمنې خلکو او د اقليمي بدلون فعالانو لپاره د منلو وړ نه دي او له همدې امله د نړۍ لر او بر کې لاریونونه پيل شوي دی.

د عکس سرچینه، Daniel Grant
د استرالیا په ملبرون او سیډني کې لاریونوالو د ګلاسکو ښار غونډه د "شرم وړ" بللې ده. د سویلي کوریا په پلازمېنه سویل کې خلک لارو او کوڅو ته راوتلي وو، دوی غوښتنه کوله چې هېوادونه باید د مضرو ګازونو له تولیدوونکې انرژۍ نه کارولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. په تایوان او فلپین کې هم لاریونونه وشول.
دغه راز ټاکل شوې چې په ترکیه، سویډین، ناروې، فرانسه جرمني پرتګال او هالنډ کې هم ورته لاریونونه وشي. لاریون وال غواړي د نړۍ مشران وهڅوي چې د اقلیمي بدلونونو او د ځمکې تودوخې د زیاتوالي مخنیوي لپاره پریکنده ژمنې وکړې.









