تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سږ کال به د ناکاره برېښنایي توکو امبار 'د چین له لوی دېوال' هم ډېر وزن ولري
څېړونکي اټکل کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ټولې نړۍ په کچه به د ناکاره یا ایسته غورځول شویو برېښنایي تولیداتو امبار ۵۷ میلیونه ټنه وزن ولري.
دا په دې معنا ده چې دا ډېران به د چین له لوی دېوال هم، چې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر وزن لرونکی ساختمان دی، ډېر دروند وي.
په دې توکو کې موبایل تیلیفونونه، یخچالونه، بریښنایي چاینکې، لوی او واړه تلویزیونونه، د لوبو توکي او د ورزش سامان شامل دي.
دا څېړنه د نړیوالو کارپوهانو هغې ډلې ترسره کړې چې په نړۍ کې د ضایع شویو یا له کاره لوېدلیو برېښنایي توکو پر ستونزه کار کوي.
دوی وایي، په ټوله نړۍ کې د هغو برېښنایي توکو مجموعي بیه خورا لوړه ده چې ایسته غورځول شوي او کار ترې نه اخیستل کېږي.
د 'نړیوال اقتصادي فورم' د ۲۰۱۹ په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۶۲ میلیارده ډالرو په ارزښت برېښنایي توکي ایسته غورځول کېږي.
دا د نړۍ د ګڼو هېوادونو د خالصو کورنیو عایداتو پرتله هم ډېرې پیسې دي چې هر کال په یو ډول ضایع کېږي.
څېړونکي وایي، د دې ضایع شویو برېښنایي توکو وزن د نړۍ په کچه هر کال دوه میلیونه ټنه زیاتېږي.
دوی اټکل کوي چې له دې ډلې یوازې شل سلنه توکي راټولېږي، ریسایکل یا وېلې کېږي او بېرته په نوې بڼه کارول کېږي.
د دې څېړنډلې مشر پاسکال لېروی وایي، په دې نړیواله ستونزه کې د برېښنایي توکو تولیدوونکي شرکتونه هم مهم رول لري.
نوموړی وایي، شرکتونه نن سبا داسې برېښنایي توکي تولیدوي چې د کارولو عمر یې لنډ او د خرابېدو په صورت کې یې د بیا جوړونې احتمال کم وي.
ښاغلی لېروی د بېلګې په توګه د ځیرکو تیلیفونونو کارېدنې ته اشاره کوي او وایي، مارکېټ ته د نوي موبایل راتلو سره ګڼ کسان زوړ موبایل ایسته غورځوي.
بله ستونزه دا ده چې د دې توکو کاروونکي یې ریسایکل یا وېلې کولو ته هم زړه نه ښه کوي.
په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوې یوې څېړنې وموندله چې یوازې په بریتانیا کې ۴۰ میلیونه ناکاره یا غورځول شوي موبایلونه، ټابلېټونه او نور برېښنایي توکي په کورونو کې پراته دي.
په دې توکو کې ځینې کمیابه معدنیات هم کارول کېږي، او کله چې پخواني توکي ایسته غورځول کېږي، د نویو هغو د جوړولو لپاره لا ډېرو معادنیانو او ځمک کیندنې ته اړتیا وي.
په دې کمیابو معادنیانو کې ګېلیم، آرسېنېک، سپین زر، انډیم، وایټریم، او ټانټالم د یادونې وړ دي.
پاسکال لېروی وایي، عادي خلک نه غواړي چې برېښنایي توکي ضایع کړي او د نړۍ په کچه ستونزه رامنځته کړي، خو دوی ته باید دې برخه کې پوهاوی ورکړل شي.
دی وایي، داسې یو مېکانیزم باید رامنځته شي چې خلک زاړه یا نه کارېدونکي برېښنایي توکي د ایسته غورځولو پر ځای په سمه توګه ریسایکل یا وېلې کړي او د ضایع کېدو مخه ونیسي.
نوموړی ټینګار کوي چې د ځیرکو تیلیفونونو ریسایکل کول د شین کوریزو ګازونو د تولید او د اقلیمي بدلون مخنیوی هم کولی شي.