وټس اپ د عکس او وېډیو ړنګولو لپاره 'یوځل ووینه' ځانګړنه اضافه کوي

د عکس سرچینه، WhatsApp
وټس اپ د یوې نوې ځانګړنې اضافه کولو په درشل کې دی چې یو عکس او وېډیو به تر یو ځل کتلو وروسته د ګرځنده ټیلیفونونو له وټس اپ کاریال (اپلیکېشن) ړنګېږي.
وروسته تر هغه چې ترلاسه کوونکی لومړی ځل انځور پرانیځي د "یوځل ووینئ" غوراوی به پرته له دې چې په ټیلیفون کې وساتل شي، انځور یا وېډیو په خپل سر پاکه شي.
وټس اپ ویلي، دا ځانګړتیا د "کارنو د خصوصي حریم د غوراوي لا ډېرې ساتنې" په پار زیاتوي.
په ورته وخت کې د ماشومانو د خوندیتابه مدافعانو اندېښنه ښودلې چې ښايي د وټس اپ دا نوې ځانګړنه به له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستو کې همکاري وکړي.
له ماشومانو سره د بېرحمانه چلن د مخنیوي ملي انجمن (اېن اېس پي سي سي) هم له فیسبوک سره - چې وټس اپ یې یوه برخه ده- له پټ نوم لرونکو پیغامونو د ګټې اخیستو پر سر اختلاف لري.
پیغامونو ته رمز یا پټ نوم ورکول د دې لامل ګرځي چې پولیس یې ونه شي څارلی. خو د پیغام پخپله ډیلیټېدل د دې لامل کېږي چې ان پولیس د ټیلیفونونو د ضبطولو پرمهال هم د ګټې وړ شواهد نه شي ترلاسه کولی.
د دې خیریه بنسټ یو جګپوړی مشر الیسن ترو د انلاین خوندیتابه چارو په اړه وايي: " د یوځل لیدلو غوراوی ماشومان له خطر سره مخامخوي".
وټس اپ وايي د دې ځانګړنې اضافه کول عادي کارنو ته د خصوصي حریم د ساتلو شونتیا برابروي او د شخصي انځورونو لرې کولو کې ګټه ترې اخیستل کېدای شي، لکه یو تېرنویی (پاسورډ) چې یو بل چا ته استول کېږي.
دا شرکت زیاتوي: "اړینه نه ده چې هره منځپانګه دې شریکه کړل شي".
د دغه شرکت په وینا، له همدې اونۍ به کارنو د دې ځانګړنې وړاندې کول پیلېږي.
په ورته وخت کې کارن د وټس اپ پرانیستلو پرمهال سکرین شاټ اخیستی یا د سکرین وېډیو ثبتولی شي.
نورې ځانګړنې:

د عکس سرچینه، Getty Images
- عکسونه به د ټیلیفون په ګالري کې نه ثبتېږي
- د فارورډ، ساتلو، شریکولو یا ستوری ورکولو شونتیا به ونه لري
- که دوه اونۍ پرانیستل نه شي، پخپله ورکېږي
په تېره نومبر کې وټس اپ یوه بله اسانتیا راوستې وه چې تر استول کېدو اوه ورځې وروسته به پیغامونه د استوونکي او ترلاسه کوونکي لپاره نه ښکاري.








