وټس اپ ولې د نویو شرطونو تازه کولو مهال وځنډاوه؟

وټس اپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وټس اپ په وینا، له فیسبوک سره د وټس اپ د معلوماتو شریکولو کومه نوې خبره نه ده.

وټس اپ د نویو شرطونو هغه ضرب الاجل غځولی دی چې له مخې به یې د وټس اپ کابو یو میلیارد کارن د شرطونو منلو یا ردولو ته اړایستل کېږي.

وټس اپ د نویو شرطونو لپاره د فبرورۍ ۸مه ضرب الاجل ټاکلی و، خو وټس اپ کاروونکي اوس د مې تر ۱۵مې د یوې مناسبې پرېکړې کولو واک لري.

پر وټس اپ شرکتونه نیوکې ډېرې شوې دي چې ولې غواړي د کارنو پټ معلومات له خپل اصلي شرکت (فیسبوک) سره شریک کړي.

کله چې وټس اپ د نویو شرطونو اعلان وکړ، میلیونونو کسانو په ګرده نړۍ کې د (سېګنال) او (ټیلیګرام) په څېر د وټس اپ هغو بدیلو کاریالونو (اپلېکېشنونو) ته مخه کړه چې د دوی شفر لرونکي معلومات به پټ ساتي.

وټس اپ ویلي، د کارنو شخصي پیغامونه تل شفر لرونکي دي او تل به محرم پاتې کېږي.

وټس اپ په نوې ویناپاڼه کې ویلي، د مقرراتو د پلې کېدو ځنډ پرېکړه به یې کاروونکو ته فرصت ورکړي چې نوي مقررات یې په سړه سینه ولولي.

د وټس اپ په وینا، له فیسبوک سره د وټس اپ د معلوماتو شریکولو کومه نوې خبره نه ده.

"کارن باید شرکت ته په وټس اپ پیغامونه واستوي او د ټولو معلوماتو لا ډېر شفافیت او کارولو د څرنګوالي روڼتیا یې رامنځ ته شي".

مخکې داسې ګنګوسې وې چې ګنې وټس اپ د کارنو لاندې معلومات له فیسبوک سره شریکوي:

  • د ټیلیفون شمېره او د ثبت (راجستر) پرمهال د (نوم) په څېر د نورو ورکړل شویو معلوماتو شریکول.
  • ستا د ټیلیفون په اړه معلومات،‌ چې ماډل او د جوړوونکي شرکت نوم هم پکې راځي.
  • ستا د ای پي ځانګړې پته، چې پر انټرنېټ پورې ستا د نښلېدو ځای ټاکي.
  • د وټس اپ له لارې هر ډول تادیې او مالي معاملې.

خو دا په اروپا او بریتانیا کې د تطبیق وړ نه دي، ځکه چې هلته د محرمیت اړوند بېل قوانین لري.