فیسبوک، انسټاګرام او وټس اپ په یو وخت له ستونزې سره مخ شول

فیسبوک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې هم ددغو وېبپاڼو او کاریالونو (اپلېکېشنونو)‌ کارن له وروسته ستونزو سره مخامخ شوي.

د فیسبوک اړوندو کاریالونو په ځینو هېوادونو کې د چارشنبې په ورځ‌ (جولای ۳مه) د څو ساعتونو لپاره د عکسونو په اپلوډولو کې ستونزه لرله،‌ او وېډیو او عکسونه نه ښودل کېدل.

د فیسبوک وېبپاڼې او اړوندو فیسبوک استوځګر (مسینجر)، انسټاګرام او وټس اپ کارن په ځینو هېوادونو کې له ورته ستونزې سره مخامخ وو.‌

د فیسبوک شرکت یوه ویاند بي بي سي ته وویل: "هڅه کوو چې ژر تر ژره هرڅه عادي حالت ته ستانه شي".

ډېری کارنو ددې ستونزې د رپوټولو او یا د نورو کسانو د خبرولو لپاره ټویټر وېبپاڼې ته مراجعه وکړه،‌ او د فیسبوک،‌ انسټاګرام او وټس اپ د ستونزو په اړه یې هشټګونه لاس په لاس کول.

افغانستان کې هم ددغو وېبپاڼو او کاریالونو (اپلېکېشنونو)‌ کارن له وروسته ستونزو سره مخامخ شوي.

فیسبوک او اړوندې وېبپاڼې او کاریالونه یې د نړۍ په لروبر کې میلیاردونه کارن لري. د سږ کال مارچ او اپریل میاشتو کې هم فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزو سره مخامخ شوي وو.

په تېره مارچ میاشت کې دغه شرکت دغه شرکت په خپل تاریخ کې د خدمتونو وړاندې کولو له یوې لویې ستونزې سره مخامخ شو او ددغې شبکې اصلي خدمتونه په نړۍ کې د کارنو له لاسرسي ووتله.