اسرائیلي شرکت پر وټس اپ انټرنیتي برید کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
فېسبوک منلې ده چې د وټس اپ پر کاريال کې يې یوه کمزوري د دې لامل شوې چې بريدګر پر دغه شبکه څارګر سافټوېر نصب کړي او د کاروونکو ټېلیفونونو ته لاسرسی ومومي.
فېسبوک له خپلو کاروونکو غوښتي چې د واټس اپ تازه بڼه دې پر خپلو وسایلو کې انسټال کړي.
د برېتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې ویلي دغه وایروسي سافټ ویئر چې یوې اسرائیلۍ کمپنۍ "اېن اېس او" جوړ کړی د خلکو ټیلیفونونو ته د وټس اپ له لارې ورغلی.
له دې لارې څارګر د خلکو تیلیفونونو ته پر وټس اپ زنګونه وهلي. ان که چا زنګ پورته کړی هم نه وي بیا یې هم دا وېروس پر تیلیفون نصب شوی دی.
وټس اپ د دوشنبې په ورځ خپل ۱٫۵ میلیارده کاروونکي هڅولي وو چې د احتیاطي ګام لپاره خپل اپلیکېشن اپډېټ کړي.
وټس اپ بي بي سي ته ویلي، دا ستونزه د روانې میاشتې لومړیو کې د دوی د امنیتي ټیم له خوا پېژندل شوې او جزییات یې د امریکا د بشري حقونو او عدلیې وزارت او نورو اړوندو بنسټونو ته ورکړل شوي.
دغه شرکت د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا برید د یوه خصوصي شرکت نښان لرونکی دی، چې د رپوټونو له مخې، د جاسوسي سافټ وئیرونو نصبولو لپاره له دولتونو سره کار کوي. دا هغه سافټ وئیر دی چې د تیلیفون د اپرېټېنګ سیستم کارندوالی (فنکشن) په اختیار کې لري."
د دغه سافټ وئیر نصبوونکي څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اېن اېس او یو اسراییلی شرکت دی چې په تېر کې یې د "د سایبري وسلو د معامله ګر" په نامه فعالیت کاوه.
د دغه شرکت اصلي سافټویر "پګاسوس" د هدفي وسیلې د شخصي معلوماتو راغونډولو توانايي لري، چې ان د تیلیفون مایکروفون، کامره او د موقعیت مشخصول په واک کې لري.
په پام کې ده د سې شنبې په ورځ د اسراییلو تل ابیب کې محکمه د بښنې نړیوال سازمان په لارښوونه د اسراییلو د دفاع وزارت هغه غوښتنه و ارزوي چې د اېن اېس او د محصولاتو لغوه کولو په اړه یې کړې وه.









