وټس اپ په میلیونونو ټلیفونونو کې کار پرېږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پيغام استولو مشهور کاریال وټس اپ (WhatsApp) اعلان کړی چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې به په میلیونونو ځیرک مبایلونو کې دغه خدمتونه کار پرېږدي.
دغه کاریال چې فېسبوک شبکې وړاندې پېرلی، په هغو انډرایډ او ایفون ځیرک مبایلونو کې کار پرېږدي چې سیستم یې نوی نه وي یا اپډېټ شوی نه وي.
که ځیرک ټیلیفونونه د انډرایډ له (2.3.7) ښکته ورژن او د ایفون (iOS 8) یا تر دې زوړ ورژن سیستم ولري، له دې پرېکړې اغېزمنېږي.
که کاروونکي غواړي چې د وټس اپ له خدمتونو ګټه واخلي، اړ دي چې د خپلو موبایلونو سیستم نوی کړي.
د وټس اپ چارواکو ویلي، ددې پرېکړې نیولو هدف د دې کاریال د خوندیتوب زیاتول دي.
خو د وټس اپ دا پرېکړه تر ډېره ایفون ۴اېس (iPhone 4s) ټیلیفونونه اغېزمنوي چې تر ای او اېس ۷ (iOS 7) پورته ورژن پکې نه شي اپډېټ کېدای.
د وټس اپ یو چارواکی بېن ووډ وايي: "سره له دې چې دا پرېکړه به ځینو ته سرخوږی جوړ کړي او د دوی په ټیلیفونونو کې به وټس اپ کار پرېږدې، خو موږ تر دې بل غوراوی نه درلود چې د خوندي پاتې کېدو په اړه دا پرېکړه وکړو."

د عکس سرچینه، REUTERS
وټس اپ چې په یوه لسیزه کې تر ټولو ډېر ډانلوډ شوی څلورم کاریال دی، لومړی ځل په ۲۰۱۷ کې خپلو کاروونکو ته خبرداری ورکړی و چې دا بدلونونه به په ۲۰۱۷ کې عملي شي.
ددې شبکې یو ویاند ویلي: "دا موږ ته سخته پرېکړه وه، خو سمه پرېکړه ځکه ده چې موږ غواړو خلک له خپلو ملګرو او کورنیو سره په خوندي توګه په اړیکه کې واوسي او له دې خدمتونو ګټه واخلي."








