'زوم' د شکایت پای ته رسولو لپاره ۸۶ میلیون ډالر ورکوي

زوم شرکت منلې چې امریکا کې ترې د خصوصي حریم د نقض په اړه د شوي ډله ییز شکایت پای ته رسولو لپاره ۸۶ میلیون ډالر ورکړي.

زوم د ویډیويي کنفرانس د یوه کاریال تولیدونکی شرکت دی.

د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د کورونا وبا د اوج پر مهال- چې ډېر خلک په کور پاتې کېدو ته اړ وو- زوم اپلېکیشن د کاري اړیکو لپاره غوره لار ګڼل کېده.

خو له دغه شرکت شکایت شوی د میلیونونو کارنو یا کاروونکو خصوصي حریم یې مات کړی او د هغوی اړوند شخصي مالومات یې په خپلسر له فیسبوک، ګوګل او لینکدین سره شریک کړي دي.

دغه شکایت کې زوم پر دې هم تورن شوی چې اړین امنیت یې نه درلود او د مکالمو د محرموالي ادعا یې سمه نه وه.

زوم شرکت له دې انکار کوي چې کومه خطا ترې شوې، خو دا یې منلې چې د خپلې شبکې امنیت به پیاوړی کړي.

زوم دا هوکړه هم کړې چې خپلو کارمنانو ته به د خصوصي حریم د رعایتولو ځانګړې روزنه ورکوي.

دا لا پرېکند هوکړه نه ده او تر عملي کېدو وړاندې یې باید قاضي هم ومني.

د دغه شرکت یوه ویاند ویلي، زوم د خپلو پرمختګونو له کبله سرلوړی دی، "د کاروونکو د خصوصي حریم او امنیت ساتل خپل لومړیتوب ګني او بارو ته یې ارزښت ورکوي."

د زوم خلاف دا شکایت د ۲۰۲۰ کال مارچ کې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې ثبت شوی و.

له دغه شرکت ځینې نور شکایتونه هم شوي.

دغو شکایتونو کې دا هم راغلي چې ګوندې دا اپلېکیشن ډېر خوندي نه دی او هکران لاسرسی ورته موندلی شي.

په دې لړ کې ویل کېږي یو هکر په زوم شبکه کې د "چیپوتله" ځنځیري رستورانتونو یوې غونډې ته ننوتی او پورن فیلمونه یې پکې خپاره کړې وو.

ډېر خلک زوم اپلېکیشن وړیا کاروي خو نور یې د کارېدو بدل کې شرکت ته پېسې ورکوي.

له دغه شرکت د خصوصي حریم د ماتولو شکایت دغو دواړه ډوله کارنو کړی و.

د دې شاکي ډلې وکیل ویلي چې زوم د خپلو کاروونکو له ویډیويي کنفرانسونو یو میلیارد او درې سوه میلیون ډالره عواید درلودل.