تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۶ میلیون کاله وړاندې د یوه لوی اوسېدلي کرګدن پاتې شوني موندل شوي
څېړونکي وايي، د چین په لوېدیځ کې د یوه لوی کرګدن تازه کشف شوي پاتې شوني ښيي چې یو وخت د وچې یو تر ټولو لوی ژوی ګڼل کېده.
دا کرګدن چې د (پاراسراټریون لېنکشینېزم) په نامه یادېده، نژدې ۲۶٫۵ میلیون کاله مخکې اوسېدلی، ۲۱ ټنه وزن یې درلود چې د څلورو لویو افریقايي فیلانو له وزن سره برابر و.
دا ډول بې ښکره حیوان - چې د نسل یو ډول یې په ۲۰۱۵ کال د چین وانګجیاچوان کې پیدا شو- ۷ متره اوږد و او تر یوزې زرافې یې ونه لوړه وه.
تازه موندنو ښودلې چې ددغه کرګدن پاتې شوني د چین په ګانسو ولایت کې کشف شوې دي.
ددې څېړنې جزییات په (بیولوژي اړیکو) خپرنۍ کې چاپ شوي چې د پوهانو په وینا، ددغه کرګدن پاتې شوني د نورو لویو کردګدنانو له پاتې شونو ډېر توپیر درلود.
د څېړنډلې په وینا، په بیجینګ کې د حیواناتو د پاتې شونو پېژندنې د بنسټ ډاکتر ډېنګ تایو په سرپرستۍ د کرګدن یوې د سر کوپړۍ وښوده چې دا حیوان اوږد سر او لوړ دماغ درلود.
دوی وايي دغه کرګدن د هغې سیمې لویو کرګدنانو ته ورته و چې د اوسني پاکستان سیمه کې اوسېدلي دي.
ظاهراً دغه کرګدن د چین شمال لوېدیځ او د هند او پاکستان نیمه وچې ترمنځ سیمو کې اوسېدلی دی.
پروفیسر ډېنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د تودوخې حالت دغه لوی کرګدن ته دا اجازه ورکوله چې په شمال کې منځنۍ اسیا ته ستون شي."