د شکر ې پر ناروغۍ د اخته کېدو خطر څنګه کم کړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا د شکرې ناروغۍ ټولنه وايي، له څلوېښتو کلونو د پورته عمر هرو لسو کسانو کې یو دشکر ې ناروغي لري او دا شمېر تېرو دوو لسیزو کې دوه برابره شوی دی.
خو څېړنې وايي، تر ۲۰۳۰ کال به نږدې پنځه اعشاریه پنځه میلیونه وګړي په دې ناروغۍ اخته شي او اصلي لامل به یې چاغښت وي. دشکرې ناروغۍ دوه ډوله ده.
اول ډول یې لږ خپور دی او د مخنینوي وړ دی. دویم ډول شکر تر ډېره چاغو او لږ خوځند کسانو کې وي، خو نور عوامل هم لري.
بریتانیا کې ۹۰ سلنه خلک دویم ډول شکر لري. که د وینې شکره یا قند مو نادوده لوړ وي، خو د شکرې ناروغۍ په برید کې نه وي، بیا هم ښايي پر دې ناروغۍ وارمخکې اخته یاست.
په دې مانا چې ډېر امکان شته دویم ډول شکر ولرئ.
خو ښه خبره دا ده چې دویم ډول شکر تر اتیا سلنې د مخنیوي وړ دی او دې مطلب کې لولئ چې څنګه یې مخه نیولی شئ.
خطرناک عوامل وپېژنئ

د عکس سرچینه، Getty Images
نږدې څلور میلیون کسان په بریتانیا کې په شکر اخته دي، یانې هرو ۱۶ کسانو کې یو کس شکر لري. دویم ډول شکر ورو پرمخ ځي او نښې یې ښايي ښکاره نه وي، ځکه مهمه ده چې خطرناک عوامل یې وپېژنئ.
کوم کسان چې دویم ډول شکر لري خو لا پکې تشخیص شوی نه دی، سخته تنده، ستړیا او بیا بیا رګ وهل یا تشې میتیازې کوي، خو ښايي هیڅ یوه دا نښه ونه لري او بیا هم په دې دویم شکر اخته شوی وي.
ښه خواړه ښه مقابله
که ډېر وزن یا د ملا شاوخوا وازده لرئ، د وزن کمولو یا د ملا شاوخوا وازدې ویلې کولو سره شکر له ځان لرې کولی یا هم ځنډولی شئ. هر کیلو وزن چې کم کړئ، په شکر د اخته کېدو نږدې ۱۶ سلنه امکان له ځان لرې کوئ.
د فعالیت زیاتولو او خوراکي رژيم سره وزن کنټرولولی شئ. د وزن کمولو لپاره یو ډول رژیم او پروګرام هم تر سالم او متعادل خوراک اغېزناک نه دی.
که تشخیص شئ چې وارمخکې په دویم ډول شکر اخته یاست باید خپل وزن ته پام وکړئ. طبیعي وزن د شکر کنټرولول ډېر اسانوي او د سختو عوارضو مخنیوی یې کوي.
سالم خواړه؛ سابه

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره چې کولی شئ سابه یا سبزي وخورئ. کمه کالوري لري او ارزان دي. سابه ډېر فیبر لري. فیبر د ښې معدې لپاره غوره خواړه دي او له خوارک وروسته د مړښت احساس پیدا کوي او وینې ته د شکر د جذب بهیر سستوي.
غوره دا ده چې رنګارنګ سابه وخورئ، خو کچالو ډېر مه خورئ ځکه ډېره نشایسته لري.
بشپړې غلې دانې
د خپلو خوړو پروګرام کې لوبیا او نورې دانې د سبزۍ برخه کوئ او دا خوړو کې د سپورو یا لږ وازدې لرونکو پروتینو لپاره غوره انتخاب دی. د سبوسي یا خړو وریځو او د سبوسي اوړو ډوډۍ په څېر پوره غلې دانې مرکب کاربوهایدرېتونه لري چې خوړل یې د دویم ډول شکر له خطر سره مخ کسانو لپاره توصیه کېږي.
خو پدې هکله لا ځینې پوشتنې شته چې اصلا کاربوهایډریتونه وخوړل شی که نه . خو که خوړل کېږي نو کیفبت ته یې باید پام وشي او بایدله تصفیه شويو کاربوهایدرېتونو لکه سپینه او بې سبوسو ډوډۍ او مکروني څخه ډډه وشي.
پروتین

د عکس سرچینه، Getty Images
پروتین د ډېر مړښت احساس پیدا کوي او د اشتها کنټرول کې مرسته کوي.
ځینې غوره پروتیني سرچینې، فیبر، ویټامین او یا سالمه وازده لري. د پروتین نورې سرچینې چې ممکن وازده او مالګه ولري، همدارنګه پروسېس شوې غوښه باید لږ وکارول شي او لا هم ډډه ترې وشي.
د پروتینو ښې سرچینې کب، د کمې وازدې پروسېس شوې غوښه، عدس او غلې دانې، لږ غوړې پروسېس شوې مستې، هګۍ، لوبیا او نورې دانې دي.
مېوه
مېوه ګټوره ده، ځکه ډېر زیات ویټامین، معدني مواد او فیبر لري. خو بیا هم ځینې مېوې ډېر زیات قند هم لري. مېوه خوراکي رژیم کې د رنګارنګۍ لپاره ښه ده، خو تر ډېره ورځنیو خوړو کې سابه غوره کړئ. د ګرمو سیمو مېوه تر ډېره ډېر شکر یا قند لري.
بشپړه مېوه وخورئ، نه د مېوې اوبه یا جوس. بشپړه مېوه فیبر لري او په سبب یې بدن کې لږ قند جذبېږي او د مړښت احساس در کوي. د مېوې اوبه یا جوس ډېر فیبر له لاسه ورکوي او خوږ څښاک دی.
وچه مېوه تر ډېره خوږه وي او هر وخت خوړو کې یوه قاشوغه وخورئ او د دې لپاره چې خوراک کې یې زیاتی ونه کړو، نو پکار ده تازه مېوه وخورو.
وازده یا غوړ

وازده یا غوړ زموږ روغتیا ته ضروري دي، خو باید ډېر نه وي. غوړ د مړښت احساس پیدا کوي او زموږ اشتها کنټرولولو کې اغېزناک دي.
غوره ده مناسب غوړ وخورو، ځینې وازدې یا غوړ روغتیا ته مضر وي، لکه غیر اشباغي وازده چې پروسېس خوړو کې وي او اشباع شوې وازده چې غوښه او حیواني غوړیو کې وي.
ښه غوړ هم لکه د خالص زیتون تېل او کب او سبو یا خوراکي غلو دانو کې غوړ.
کوم خواړه چې قند او غوړ لري د روغتیا لپاره ضرر لري او غوره ده چې ډډه ترې وکړو. خو د کمغوړو خوړو سټېکرونو ته هم پام کوئ، ځکه دوی کې د غوړو په ځای نور ناسالم مواد هم وي.
اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر وخت موږ تنده له لوږې سره اشتباه کوو، مهمه ده چې د غوره تغذیې لپاره ډېرې اوبه وڅښو.
غوره څښونی اوبه دي، ځکه بې کالوري او ګټورې دي. نور څښوني چې تر ډېره قند لري او کافین او نور څه هم پکې وي، لکه ګازي څښوني یا نوشابې، انرژي زېږ څښوني او په تېره د شیدو قهوه ضرري دي.
خواږه څښوني ډېر کم وڅښئ، ځکه څېړنې وايي، چې دا ډول څښوني موږ خوږو خوړو ته هڅوي. که د اوبو خوند مو بد اېسي، لېمو، زنجبیل یا وېلنی ور ګډولی شئ. یا ګیاهي ګرمې اوبه څښلی شئ.
مختلفو کسانو کې د بدن اړتیا وړ اوبه هم توپیر کوي، خو نرۍ او کمرنګه تشې متیازې ښيي چې پوره اوبه مو څښلې دي.
کالوري سوځول
ورزش د روغتیا لپاره مهم دی. ورزش نه یوازې وزن سالموي، بلکې زموږ د وینې شکره هم ټیټوي او له بدن سره د انسولین ښه کارولو کې مرسته کوي.
پکار نه ده چې کلب ته لاړ شئ، یواځې هره ورځ دا فعالیت وکړئ، لکه پلی تګ، د کور کار، له ماشومانو سره لوبې او نورې بوختیاوې چې تاسو خوځېدو ته اړ کوي.
سخت خوراکي رژیم د دویم ډول شکر مخه نیسي؟

څېړنې ښيي چې په دویم ډول شکر اخته کسانو کې د وینې قند د خورا لږ کالوري خوراکي رژیم سره عادي کچې ته ګرځي. د دې څېړنې ګډونوالو ډېر کره طبي څار سره بدیل خوراکي رژیم په پام کې نیولی دی.
دا څېړنې ښيي چې د وزن د مشخصې اندازې کمول په پانکراس یا لوزالمعده او ینه یا کبد کې د وازدې کمېدو سبب کېږي او دې سره د وینې قند کچه طبیعي حالت ته ټیټېږي او د انسولین چلن هم ښه کېږي.
خو د دې څېړنې پایله د هغو کسانو لپاره چندان ډېره ښه نه وه چې له څلورو کلونو ډېر وخت په دویم ډول شکر اخته و. دې څېړنه کې طبي څار مهم رول درلود.










