شتمن هېوادونه د کورونا واکسین ذخیره کوي، خو بې وزله به څه کوي؟

د کورونا وېروس ضد مبارزانو ټلواله خبرداری ورکوي چې شتمن هېوادونه کورونا وېروس زېرمه کوي او دې سره به د نستمنو هېوادونو خلک له دې واکسین پاتې شي.

د خلکو واکسینولو ټلواله وايي، نژدې ۷۰ کم عایده هېوادونه به یوازې په لسو کې یو کس واکسینولی شي.

اوس بریتانیا او روسیې عمومي واکسین پیل کړی دی.

دا خبرې په داسې مهال دي چې د اکسفورډ اسټرا زینیکا وايي، خپل ۶۴ سلنه واکسین مخ پر وده هېوادونو ته تیاروي.

په دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو خیریه موسسو په همکارۍ نړۍ کې واکسین ته د منصفانه لاسرسي د ډاډمنولو هڅې هم روانې دي.

د کووېډ-۱۹ واکسین ته نړیوال لارسي په نوم دا پروګرام چې د واکسین ژمنتیا یا په "کووېکس" سره پېژندل کېږي په هغو نژدې ۹۲ کم عایده هېوادونو کې د ۷۰۰ میلیون واکسین ډوز وېشل غواړي چې نومونه یې ثبت کړي دي.

له دې پلان سره سره د بښنې نړیوالې ادارې، اکسفام او اوس نړیوال انصاف په ګډون ادارې وايي، دومره شمېر واکسین بس نه دی او پکار ده چې د لا ډېر واکسین تولیدولو لپاره درملي کمپنۍ خپله ټیګنالوجي سره شریکه کړي.

ځینې شنونکي دا هم وايي، د واکسین د تاییدېدو په حالت کې شتمنو هېوادونو ان دومره ډېر واکسین پېرلی چې خپل هر وګړی پرې درې ځله واکسینولی شي.

کاناډا وايي، د دومره واکسین غوښتنه یې کړې چې هر کاناډايي پرې پنځه ځله واکسینولی شي.

که څه هم شتمن ملتونه د نړۍ ۱۴ سلنه وګړي لري، خو د ډېر هیله بښونکي واکسین تر ۵۳ سلنې ډوز یې اخیستی دی.

د اکسفام د روغتیا پالیسۍ مشره انا مرییوټ وايي، یو هېواد کې د اوسېدو یا جیب کې د خپلو پیسو له وجې باید یو کس د ژوند ژغورونکي واکسین له ترلاسولو بې برخې نه شي.

اسټرازینکا کمپني- چې د اکسفورډ پوهنتون په مرسته جوړ واکسین تولیدوي- وايي، دا واکسین به په خصوصي ډول مخه پروده هېوادونو ته برابر کړي.

دا واکسین تر نورو ارزان دی او یخه هوا کې ساتل کېدلی شي، ځکه یې په نړیواله کچه وېشل اسان دي.

خو کمپاینران وايي، یوه کمپنۍ ټولې نړۍ ته پوره واکسین رسولی نه شي.

بریتانیا کې د فایزر بیواېن -ټېک واکسین له وړاندې برتانیا کې تایید شوی او دا اونۍ پکې دواطلب کسان واکسینېږي او ښايي راتلونکو اونیو کې په امریکا او اروپا کې هم تایید شي او دې سره به خپل واکسین تر غریبو مخکې دې هېوادونو ته رسوي.

دوه نورې کمپنۍ موډرېنا او اکسفورډ اسټرازینکا په ځینې هېوادونو کې د خپل واکسین تایید ته په تمه دي.

د روسیې سپوټنیک واکسین هم مثبته نتیجه اعلان شوې او څلور نور واکسینونه یې هم د طبي ازموینې وروستي پړاو کې دي.

بایډن: اولو سلو ورځو کې تر سل میلیونو کسان واکسینوو

له بلې خوا د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن ویلي، له کورونا سره د مقابلې لپاره د خپل واک په لومړیو سلو ورځو کې به تر سل میلیون کسانو ته کورونا واکسین وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ولسمشرۍ لومړیو میاشتو کې به یې کورونا وبا ماته نه شي، خو زیاته یې کړه چې حالت به یې بدل شي.

ښاغلی بایډن چې د جنورۍ له ۲۰ واکمنېږي د خپل راتلونکي روغتیايي ټیم پېژندلو کې له امریکایانو وغوښتل چې تر سلو ورځو ماسک واغونځي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا د خوړو او درملو ادارې رپوټ د فایزر/ بیون ان ټیک شرکت د کورونا واکسین د صادرولو اجازې ته لار برابره کړه.

امریکا کې تر ۱۵ میلیون ډېر کسان په کورونا اخته شوي او ترې دوه لکه ۸۵ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

امریکا په نړۍ کې د کورونا له امله تر ټولو ځپلی هېواد دی او ور پسې برازیل او هند دویم او دریم ځای لري.

کورونا نړۍ کې تر ۶۷ میلیونو ډېر کسان نیولي او تر یو میلیون، پنځه لکو، ۳۷ زرو ډېر کسان ترې مړه شوي دي.