تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۲۷ کاله کنګل شوې نطفې ماشومه وزیږېده
کله چې مولي ګیبسن د سږ کال اکتوبر میاشت کې وزیږېده، نو پر کنګل شوې نطفې یې ۲۷ کاله تېر شوي ول.
د دې نوې زېږېدلې ماشومې نطفه یا هکۍ د ۱۹۹۲ کال اکتوبر کې کنګل شوه او د ۲۰۲۰ تر فبرورۍ میاشتې په همدې حال وه، تر هغه چې د ټینیسي ایالت ټینا او بن ګیبسن یې د سرپرستۍ پرېکړه وکړه.
ویل کېږي مولي تر ټولې د اوږدې مودې لپاره له کنګل شوې هګۍ "تخمې" د زېږېدو نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
ګیبسن وايي: "ډېر خوشاله شوو، لاهم د خوښۍ احساس لرو."
پنځه کاله د دې کورنۍ ماشوم نه کېده او بیا د مېرمن ګېبسن مور و پلار پر یوه سیمه ییز تلوېزیون د نطفې د سرپرستۍ خبره واورېده.
۲۹ کلنه ګیبسن وايي: "نورو سره زموږ د کیسې د شریکولو یوازېنی لامل همدا دی. که مور او پلار مې په تلویزون دا خبر کتلی نه وای، نو موږ دې ځای ته نه را رسېدو. دا ټوله کیسه باید وشي."
ګیبسن، چې د لومړني ښوونځي ښوونکې او ۳۶ کلن مېړه یې د سایبري امنیت د برخې کارمن دی، د جنین د بسپنې ملي مرکز سره اړیکه ونیوه، دا په نوکسوېل ښار کې یو غیرانتفاعي مسیحي مرکز دی، چې کنګل شوي هګۍ ساتي.
د ګیبسن د کورنۍ په شان نورې ګورنۍ نطفې په زویولۍ/لورولۍ نیسي.
د انساني هګۍ د اهدا ملي مرکز شمېرې ښيي چې په امریکا کې کابو یو میلیون کنګل شوي انساني تخمونه شته.
د دغه مرکز د بازارموندنې او پراختیا برخې مشر مارک میلینجر وايي، تر ډېره هغه کورنۍ د دغو نطفو ترلاسه کول غواړي چې شنډې دي.
دی وايي: "په خپل کار ویاړو، ځکه له دا ډول (شنډو) جوړو سره مرسته کوو چې د خپلو کورنیو غړي ډېر کړي."
ګیبسن په ۲۰۱۷ د لومړې انساني هګۍ سرپرستي واخیسته او اما یې وزیږوله -تر هغې وړاندې به یې د شپې دعاګانې کولې چې ماشوم ولري او مور شي.
د ګیبسن ماشومانې مولي او اما سکه خوېندې دي. د دواړو نطفې په ۱۹۹۲ کال داسې مهال ګنګل شوې وې، چې ګېبسن هغه مهال یو کلنه وه.