تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له قرنطین وروسته ژوند؛ ولې ځینې خلک ورته اندېښمن دي؟
- Author, املیا بټرلي
- دنده, بي بي سي سل ښځې
په ځینو هېوادونو کې د کورونا وېروس له امله د لګول شویو بندیزونو له نرمولو سره جوخت د رواني روغتیا کارپوهانو ویلي له بندیزونو وروسته ژوند په اړه د خلکو اندېښنه په زیاتېدو ده.
په ورته وخت کې هغه کسان چې لاهم د سختو بندیزونو په ګاللو شپې او ورځې تېروي په دې وېره کې دي چې د دې بندیزونو له لرې کېدلو وروسته به څه پېښيږي.
له ځینو سره دا اندېښنه ده چې ښايي چارواکي له وخت ډېر وړاندې بندیزونه لرې کړي او په دې سره د کورونا وېروس لمن نوره هم پراخه شي.
خو ځینې نور بیا په ډېر عادي حالت کې هم د ژوند په اړه اندېښنه لري.
د بندیزونو ترسیورې لاندې ژوند
د رواني ناروغیو او د ښځو د حقونو فعاله او لیکواله ۲۵ کلنه اکانشا باتیا هم د همداسې یو څه په اړه فکر کوي.
د بندیزونو له نرمولو وروسته د رامنځته کېدونکو توپيرونو په اړه دا وايي : " ډېر کسان به ناراحت وي".
نوموړې پر خواله رسنیو هم په ژوند کې د اندېښنې په اړه لیکل کوي او د هغه اغیز په اړه خلکو ته وايي چې د ګوښي اوسېدو شرایطو د دې پر ژوند کړی دی.
دا په نوي ډیلي کې اوسیږي او هملته کار هم کوي خو په هند کې د لګول شویو محدودیتونو له کبله چینای ته تللې او له خپل مور او پلار سره اوسېږي.
باتیا وايي : " دا دومره اسانه نه وه" او زیاتوي د محدودیتونو پر مهال یوه میاشت ژوند ډېر بد وو او په دې موده کې یې ډېر ژړلي دي.
" یوازې دومره کولی شئ چې ځان ته ووایئ چې دا حالت بالاخره بدلیږي".
لکه د ډېرو خلکو په څېر باتیا د بندیزونو پرمهال کړاو ګاللی. خو په دې پړاو کې هغه له ځینې داسې شیانو بې غمه وه چې له کورونا وېروس وړاندې پړاو کې یې دا له اندېښنې سره مخ کړې وه.
دا ځکه چې هغه اوس په کور کې له خپل مور او پلار سره ده، هغوی له دې سره مرسته کوي او د خویدیتابه احساس کوي.
دا وايي هغه کسان چې اندېښنه لري د یو څه وخت لپاره له کوره وتلو په اړه له اندازې زیات فکر کوي. نو اغلې باتیا وايي "تاسې باید اوس له دې سره ځان بیا عادت کړئ ځکه اوس مو حساسیت له منځه تللی "
د محدودیتونو اغیز
دا حتمي نه ده چې یوازې هغه کسان دې له دې محدودیتونو اغیزمن شي چې له وړاندې رواني ناروغي لر
د برتانوۍ Anxiety UKمرستندویه ټولنې مشره نیکي لیبیټر- چې له رواني ناروغانو سره مرسته کوي- وايي کله چې د اوږدې مودې لپاره په کور کې پاتې شئ نو له کوره وتل بیا نا اشنا احساسیږي.
دا وايي ښايي د هغو کارونو د کولو باور له لاسه ورکړئ چې د یو څه مودې لپاره مو نه وي کړي.
نیکي د بېلګې په توګه وايي ښايي مخامخ غونډو او د عمومي ترانسپورټ کارولو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شي خو دا هغه څه دي چې له کورونا وېروس وړاندې یې هم خلک اندېښمن کړي وو.
دا وايي دا ډول حالات ښايي په لومړي سر کې ستونزمن وي او له یو څه مودې توقف وروسته دا ډول وضعیت ته ورګرځېدل ښايي یو چیلنج وي.
بل لورته که ځینې خلک په کورونو کې خوندي وو نو ځینې نورو بیا ستونزې لرلې او له ناراحتۍ سره مخامخ شوي دي.
ډاکټر ټیلر د ( وبا سیکالوژي ) کتاب لیکوال دی او په چین کې د کورونا وېروس له رامنځته کېدو څو اونۍ وړاندې یې دا کتاب د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې خپور شوی.
دی د ساري ناروغیو خپرېدل او د هغو د مخنیوي د څرنګوالي په اړه اندېښنې ته د یوې رواني پدیدې په سترګه ګوري.
د ده په وینا مسله یوازې دا نه ده چې وېروس د نړۍ په ځینو برخو کې خپریږي. دا د خلکو چلن دی چې د وېروس د خپرېدو او یا نه خپرېدو مسله ورسره تړلې ده.
ډاکټر ټیلر په دې نظر دی: "کله چې خلک له ناروغۍ ډېر په وېره کې وي، نو داسې چلن کوي چې هغه د ځان تسلیمولو او یا ټولنیز نظام ګډوډلو په مانا وي. د اړتیا وړ توکو د پیر په اړه د خلکو د اندېښنې او له بهریانو سره د کرکې لرلو برخو کې موږ همداسې ولیدل" .
نوموړی وايي د دې خبر مانا ده چې رواني تاثرات تر طبي تاثراتو ډېر پراخ دي او کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر هغه زیات شمېر خلک له رواني پلوه اغیزمنوي کوم چې پر دې وېروس اخته کیږي.
د بندیزونو وختي لرې کول
ډاکټر ټیلر په دې نظر دی چې د حکومتونو له خوا د محدودیتونو نرمولو په صورت کې ښه مشرتابه هغه دی چې خلکو ته د خوندیتابه احساس ور کړي او د کړنلارو په بدلون کې ډاډه وي.
نوموړی سپارښتنه کوي چې د وبا له ختمیدو وروسته پړاو کې اړتیا ده چې مشرتابه خلکو ته واضحو ټکو کې ووايي چې سمه ده اوس یو بل ترغاړې کېدای شئ او ریسټورانټونو ته تللی شئ.
دی وايي اړتیا ده چې تر خلکو باید لارښوونې په واضحه توګه ورسول شي، په همدې سره نامالومتیا له منځه تللی شي او دا بیا د خلکو اندېښنې کمولی شي.
پرته له دې چې تاسې د اندېښنې کولو ستونزه اوس لرې او یا د وبا له امله په لومړي ځل تاسې ته پیدا شوې وي، نو داسې لارې چارې شته چې د لګولو شویو محدودیتونو سره په چلن او له هغو وروسته د اړینو بدلونونو په پلي کولو کې له تاسې سره مرسته کوي.
مېرمن لیبېټر وايي خلکو ته بدلون ډېر سخت ښکاري خو "تمه دا نه ده چې په یوه ورځ کې سل په سلو کې بدلون ومومئ، که عادي حالت ته په ګرځېدو کې مو ستونزه محسوسوله نو پر ځان سختي مه کوئ".
" د محدودیتونو عملي کول ستونزمنه چاره وه نو ځکه دا طبیعي ده چې له محدودیتونو وتل به هم سخت وي".
کله چې موږ له کوره بهر تلل زیات کړو نو دا وايي چې دې ته باید پام وکړو چې دا یو فیزیولوژي او رواني بهیر دي.
نوموړې ټینګار کوي: "کله چې موږ له کوره بهر ځو نو دا ټولې پاروونکې مسلې مو ذهن ته راځي او ښايي تر یوه حده حساسیت زیات کړي".
مېرمن لیبېټر خلک هڅوي چې تل پر خپل ځان مهربانه اوسې او نرمي وکړي. دا زیاتوي که خلک له اندېښنې ډېر کړیږي او فکر کوي چې د محدودیتونو او وبا له امله د دوی اندېښنه زیاته شوې ده نو بیا دې خپل ډاکټر ته ورشي او په یوازې ځان دې دا ستونزه نه ګالي.
هغه دغه راز خلکو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو اندېښنو په اړه له خپلو ملګرو او یا کورنۍ غړو سره خبرې وکړي.
ډاکټر ټیلر بیا وايي چې هغه اندېښنه چې اوس یې خلک لري ډېر ژر به له منځه لاړه شي.
دی وايي ښه خبره دا ده چې خلک مقاومت کوي. د ده له نظره د خلکو اندېښنه به د محدودیتونو له لرې کېدلو وروسته په اونیو او یا ښايي په څو میاشتو کې له منځه لاړه شي.