لومړنۍ برېښنايي سوداګریزه الوتکه جوړه شوه

الوتک

د عکس سرچینه، Getty Images

یوې سوداګریزې او سمندري الوتکې- چې یومخ په برېښنا چلېږي- د کاناډا په ونکوور ښار کې الوت وکړ.

دا الوتکه چې شپږ سپرلۍ وړلی شي د نړۍ هوايي چلن صنعت کې د خپل ډول لومړنۍ هغه ده.

د دې الوتکې جوړوونکی شرکت خپله پنځونه یا ایجاد د د پوره برېښنايي سوداګریزو الوتکو د جوړولو لپاره لومړنی ګام بولي.

د دې ډول پلانونو پلي کېدل هوايي صنعت کې د دودیزو سونتکو کمولو کې مرسته کولی شي.

دا الوتکه له دې مخکې د پاریس هوايي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې وه.

اسټرالیايي شرکت مګ نېکس ویلي چې دا پلان یې د الوتکو د ځواک لپاره پاکې او اغېزناکې لارې برابرول دي.

هاربور ایر او مګ نیکس شرکتونه ګډ بیان کې "د هوايي چلن د دریم دوران پیلېدلو" او "د برېښنايي الوتکو د زمانې" خبره کړې ده.

هاربور ایر کاناډايي شرکت چې دا نوې الوتکه جوړه کړې او هیله لري چې تر ۲۰۲۲ کال خپلې ټولې سمندري الوتکې برېښنايي کړي، خو په دې شرط چې خوندیتوب یې ډاډمن او څار یې تضمین شي.

د الوتکې د برېښنايي ماشینونو یا انجنونو تولید هوايي چلن کې د ګلتوني یا شین کوریزو ګازونو د تولید کمولو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

الوتکه

د عکس سرچینه، HARBOUR AIR & MAGNIX

دا پرمختیا د الوتکې له سفر د چاپېریالي ککړتیا په هکله د مساپرو له اندېښنې زیاتېدو سره هممهال دی.

اټکلونه وايي، تر ۲۰۵۰ کال به هوايي چلن برتانیا کې د ګلتوني ګازونو د تولید تر ټولو ستره سرچینه وي.

د یو بي اېس په نوم د سوېسي بانک تازه نظرپوښتنه ښيي چې د ژواک چاپېریال په کله اندېښنه د هوايي سفر کمېدو سبب شوې.

له دې سره سره د اوږد واټن وهلو لپاره د برېښنايي الوتکو جوړول لا هم لویه ننګونه ده.