چین: نژدې ۵۰۰ میلیون کاله زاړه فوسیلونه موندل شوي

د عکس سرچینه، Science Mag / North Western University
ساینسپوهان وايي د چین د یوه سیند پر څنډو یې په زرګونو فوسیلونه موندلي چې نژدې ۵۱۸ میلیون کاله زاړه دي.
د دې کشف اهمیت په دې کې دی چې د ډېرو لرغونو حیواناتو په فوسیلونو کې د پوټکي، سترګو او د بدن د ننه په ګډون پستې برخې ډېرې خوندي پاتې دي.
فوسیلپوهانو دا موندنې خورا مهمې ګڼلې دي په تېره بیا دا چې په دغو کې نیمايي فوسیلونه پخوا تر دې نه وو کشف شوي.
دغه فوسیلونه چې کېنګجیانګ بیوتا نوم ورکړل شوی د چین هوبي ولایت کې دنشوي سیند ته نژدې ترلاسه شوي.
تر ۲۰ زرو ډېرې ټوټې راټولې شوي، تر اوسه ۴۳۵۱ یې څېړل شوي چې پکې چینجي، جېلي فېش ډوله کبان او سمندري اوبړۍ شاملې دي.

د عکس سرچینه، Dongjing Fu
د موندنو یوه مشر او د چین د شمال لوېدیځ پوهنتون پروفېسور ښینګلیانګ ژنګ بي بي سي ته وویل چې "دا به د لومړني خلقت د رېښو په اړه د معلوماتو مهمه سرچینه وي".
ډېری فوسیلونه د کلک بدنو حیواناتو دي ځکه چې کلک شیان لکه هډوکي په اسانه نه خوسا کېږي او بڼه یې نه بدلېږي.
پروفیسور ژنګ وايي، دا چې د دغو حیوانانو پستې برخې داسې روغې پاتې دي، ښايي د یوه ناڅاپي توپان پر مهال له مینځه تللي وي او تر ځمکې لاندې شوي وي.

د عکس سرچینه، Robert Gaines
ساینسپوهان وايي فوسیلونه د کمبريین زمانې دي چې ۵۴۱ میلیون کاله وړاندې پیل شوه او په دغه موده کې پر ځمکه ډېر ژر د حیواناتو تنوع زیاته شوه.








